د افغانستان د ملي مصالحتې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن د ګل/ دوشنبې په ورځ په درې ورځنۍ سرکاري دوره اسلام اباد ته رسېدلی دی.
د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه د وزيراعظم د اقتصادي چارو مشارو رزاق داؤد او د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي مرستيال محمد صادق د راولپنډۍ په نور خان هوايي اډه د عبدالله عبدالله هرکلی کړی دی.
ډاکټر عبدالله عبدالله ويلي د لوړ پوړي پلاوي سره د پاکستان سفر کوي.
د سفر په اړه نوموړي په ټويټر ویلي، د پاکستان د وزيراعظم، صدر، د سېنېټ چيئرمېن، د قامي اسمبلۍ سپيکر، د بهرنيو چارو وزير او نورو چارواکو سره به وويني.
نوموړي زياته کړې دا سفر دواړو هېوادونو ته موقع برابروي چې په دوحه کې د افغانستان د سولې په خبرو او دوه اړخيزه اړيکو د يو بل سره نظرونه شريک کړي.
عبدالله عبدالله هيله څرګنده کړې چې دا سفر به د دوه اړخيزه شريکې همکارۍ ترڅنګ په افغانستان کې د تل پاتې سولې نوی باب پرانيزي.
د افغانستان د مصالحتي عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په داسې وخت د پاکستان سفر کوي چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې دوام لري.
او د جمعې په ورځ د افغانستان صدر اشرف غني او وزیراعظم عمران خان په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکرتو د شروع کېدو او په افغانستان د اوربند په موضوع په ټېلېفون خبرې کړې وې.
عمران خان سره د افغان صدر اشرف غني د خبرو په اړه ارګ یا د افغان صدارتي ماڼۍ په وېب پاڼه ووېل شوي وو، چې دواړو مشرنو د ټيليفون د لارې " د دواړو هيوادونو د اړيکو، سولې پروسې او په افغانستان کې د اوربند ټينګښت په اړه خبرې وکړې. "
د بیان ترمخه، په دې ټيليفوني خبرو کې اشرف غني د اوربند په ټينګښت ټينګار کړی اوعمران خان ته يې افغانستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړه. د پاکستان وزيراعظم وويل، مونږ په افغانستان کې د اوربند ټينګښت بشپړ ملاتړ کوو او د افغان صدر له بلنې څخه په مننې يې زياته کړه، په نزدې راتلونکې کې به کابل ته سفر وکړي."