لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د عوامي نيشنل ګوند د بلوچستان صوبې ویاند بې درکه شوی


اسد خان

د عوامي نيشنل ګوند د بلوچستان صوبې جنرل سيکرېټړي مابت کاکا وايي د ګوند د صوبې وياند اسد خان د تيرې جمعې له ورځې لا درکه شوی دی.

اسدخان د عوامي نيشنل ګوند بلوچستان ايالتي مشر اصغرخان اڅکزي د تره /اکا زوی دی.

د مابت کاکا په خبره "اسد خان اڅکزی د پارټۍ ايالتي وياند دی، هغه د جمې په ورځ شاوخوا درې څلور بجې له کوره (چمن) څخه راوتلی ؤ چې د هفتې په ورځ به يې په کوټه کې د صوبايي ورکنګ کميټۍ او اتوار په ورځ به يې د صوبايي کونسل په اجلاس کې ګډون کوؤ ، له کچلاغ سره نزدې يې کور والو ته ټيلي فون کړی او ورته ويلي يې ؤ چې زه کچلاغ ته نزدې يم ،له ميزۍ اډې څخه يو ملګری راسره دی ، له هغه ورستو يې نه له کور والو سره رابطه شوې او نه يې په کوټه کې د هغه له ورور او د ګوند له ملګرو سره رابطه شوې ".

هغه وويل د اسد خان د لا درکه کيدو حال يې پوليسو ته ورکړی او د چمن پوليسو په تهاڼه کې يې پرچه هم درج کړې ده.

وي او ای ډيوه د چمن پوليسو چارواکو سره د ټيليفون له لارې اړيکه ټينګه ولو هڅه کړې خو په اړيکه ټينګولو کې بريالي نشو.

د چمن د پولیسو تھانې ټېليفون اپریټر وي او ای ډيوه ته وويل دا پېښه کچلاغ ته نز‎دې د لیویز ځواک په حدود کې شوې د دوی په خبرہ نور تفصیل ورسرہ نشته .

عوامي نيشنل ګوند په بلوچستان کې د بلوچستان عوامي پارټۍ سره په حکومت کې په اتحاد کې ده.

ايالتي حکومت تر اوسه پورې د اسدخان د لادرکه کيدو د پيښې په اړه څه نه دي ويلي.

د مابت کاکا په خبره اسد خان د بډوګو /پښتورګو ناروغه دی، هغه يو غريب کس دی له هيچا سره يې کومه دښمني او بدي نشته.

د عوامي نيشنل ګوند مرکزي مشر اسفنديار ولي خان د اسد خان د بې درکۍ د پېښې غندنه کړې او د اسد خان د زر تر زره مالومولو غوښتنه یې کړې ده.

XS
SM
MD
LG