لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوښار: د مارټر ګولې په چاؤدنه کې پینځه تنه وژل شوي، يو ژوبل


د خېبرپښتونخوا په نوښار سيمه کې د پوليس په وېنا د کباړي په دوکان کې د مارټر ګولې په چاؤدنه کې پينځه تنه وژل شوي او يو بل ژوبل شوی دی.

د نوښار د پوليس ویاند عدنان خان وايي د اکبرپورې په علاقه کې دا مارټر چاته په لاس ورغلې او بيا يې د کباړي دوکان ته وړلې او خرڅه کړې يې ده.

هغه وويل دوی اوس دا مالوموي چې دغه مارټر ګوله څنګه چاؤدلې؟ کباړي پرې ګوزار کړی يا څنګه وچاؤدله.

د پاکستان د خېبرپښتونخوا صوبې په بېلابيلو برخو او په ځانګړي ډول په قبايلي ضلعو جنوبي او وزيرستان کې دغه ډول د مارټر ګولو او ماين چاؤدنو پېښې کيږي.

د خېبرپښتونخوا زياتې برخې او قبايلي ضلعې په تېرو څو کلونو کې د بدامنۍ او ترهګرۍ ښکار پاتې شوي او دغه ډول د مارټر ګولو چاؤدنې په سوات کې هم شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG