لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د عوامي نېشنل ګوند د صوبایي ویاند اسدخان اڅکزي د نادرکۍ په ضد احتجاجي مظاهرې


واشنګټن ــــ په بلوچستان کې د عوامي نېشنل ګوند د اطلاعاتو صوبایي ویاند اسد خان اڅکزی له تېرو څلورو ورځو راهیسې نادرکه دی، چې د ورکېدو په ضد یې په کوټه ښار کې مقدمه درج شوې او نن د کوټې په ګډون د صوبې په ځینو پښتني سیمو کې د هغه او د وروستیو ممکنه "تښتونو" په ضد احتجاجي مظاهرې شوې دي.

د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان او نورو مرکزي او صوبایي مشرانو د اسد خان د بې درکۍ پېښه غندلې او له حکومت او له امنیتي ادارو یې د هغه د سمدستي موندلو غوښتنه کړې ده. اسفندیار ولي خان په یو ټویټ کې ویلي:

"د اې این پي بلوچستان د اطلاعاتو د سیکرټري او د صوبایي صدر اصغرخان اڅکزي د تره د زوی بې درکه کېدل د اندېښنې خبره ده چې څومره یې هم غندنه وشي لږ دي، د حکومت او ریاستي ادارو ذمه واري د خلکو ژغورنه ده، اسدخان اڅکزی دې ژر تر ژره را خوشي کړل شي".

د اسد خان ورور وکیل امجد خان وایي، ورور یې د تېرې جمعې په ورځ د عوامي نېشنل ګوند په یوه غونډه کې د ګډون لپاره له چمنه کوټې ښار ته روان وو، چې کچلاغ سیمې ته نیژدې ورسره اړیکې پرې شوې دي او له هغې ورځې یې درک نه شته.

امجد خان وایي د ورور د بې درکۍ مقدمه یې د کوټې په پولیس تاڼه کې درج کړې ده، خو هغه د وي او اې ډیوه له خبریال نعمت الله سرحدي سره په خبرو کې د بلوچستان امنیتي ادارې د خپل ورور د بې درکۍ ذمه واره بللې دي:

"موږ له خپلو پلټونکو ادارو بېخي مطمئن نه یو، په داسې حساسه سیمه کې چې هرې خواته چیک پوسټونه دي، څارونکې کېمرې لګېدلې دي، خو د دوی له خوا هیڅ [د اسد د نیولو په برخه کې] پرمختګ نه دی شوی ځکه خو د بلوچستان په هره ضلع کې احتجاجي جلسې روانې دي".

د عوامي نېشنل ګوند له خوا نننۍ احتجاجي مظاهرې په کوټه، چمن، ږوب، کلاسیف الله، لورالای، هرنایي او پښین کې شوې دي، چې ځینو نورو سیاسي ګوندونو، پښتون ژغورنې غورځنګ او تاجرانو هم پکې ګډون کړی دی.

د محمد عمر سلېمان خېل په نوم یو قبایلي کس هم- چې ټېکه داري کوي- څو ورځې وړاندې د کوټې او ږوب تر منځ په بوستان سیمه کې ناپېژاندو کسانو تښتولی وو، چې لا هم بې درکه دی او د تښتونې په ضد یې هلته خلکو له تېرو‌ څلورو ورځو احتجاجي پرلت پیل کړی دی.

په دې پرلت کې شریک حاجي ګلاب خان غلجي وي او اې ډیوه ته وویل، چې تښتوونکي اوس د هغه د را خوشي کولو په بدل کې پیسې غواړي:

"هغو کسانو ویلي موږ د استخباراتي ادارې کسان یو او محمد عمر خان پورته کوو، خو کله چې معلومات وشو نو هغه د استخباراتي ادارې کسان نه وو غله وو او د تاوان لپاره یې عمرخان پورته کړی دی".

د بلوچستان حکومت تر اوسه د بې درکۍ او تښتونې د دغو وروستیو پېښو په اړه څه نه دي ویلي او وي او اې ډیوه د صوبایي حکومت له ویاند لیاقت شاهواني سره د خبرو بیا بیا هڅه وکړه خو هغه ټیلیفون ته جواب نه دی ویلی.

XS
SM
MD
LG