لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هندوستان د پاکستان له خوا په ګلګت بلتستان کې د راتلونکو انتخاباتو غندنه کړې


واشنګټن ــــ هندوستان د پاکستان د دې پلان غندنه کړې چې وایي په ګلګت بلتستان کې به انتخابات کوي او دا لانجمنه سیمه به د پاکستان پینځمه صوبه جوړوي، هند ویلي چې پاکستان په دې سیمه کې هیڅ بنیادي بدلونونه نه شي کولای.

د پاکستان حکومت پلان لري چې د نومبر پر 15مه د ګلګت بلتستان د قانون ساز اسمبلۍ لپاره ټاکنې وکړي او له هغه وروسته دا سیمه د پاکستان په رسمي صوبه بدله کړي.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د خبر له مخې د هند د بهرنیو چارو وزارت د نهې- سه شنبې په ورځ په یوه بیان کې ګلګت بلتستان د هند برخه بللې او هلته یې د پاکستان د انتخاباتو مخالفت کړی دی:

"د هند حکومت د پاکستان حکومت ته په دې اړه سخت احتجاج کړی او دا خبره یې بیا تکرار کړې ده چې د تش په نامه ګلګت او بلتستان په ګډن د جمو او کشمیر او لداخ ټولې مرکزي سیمې د 1947م کال د الحاق له کبله د هند نه بېلېدونکې برخه دي".

پاکستان او هند په وروستیو کې د ګلګت بلتستان د قانوني حیثیت په اړه له یو بل سره تودې خبرې تبادله کړې دي او دا موضوع یې په نړیوالو مرکزونو لکه د ملګرو ملتونو په غونډه کې هم را پورته کړې ده.

په پاکستان کې د سیاسي او پوځي مشرانو تر منځ په تېرو ورځو کې د ګلګت بلتستان د لانجمنې سیمې په اړه غونډه کې دا وړاندیز شوی وو چې دا سیمه دې لنډمهاله صوبه جوړه کړل شي او تمه څرګندېږي چې وزیراعظم عمران خان به یې ژر اعلان وکړي، هند د پاکستان د د دې پلان هم کلک مخالفت کړی دی.

د بي بي سي د خبر له مخې د ستمبر پر 16 د کشمیر او ګلګت بلتستان په اړه د پاکستان مرکزي وزیر علي امین ګنډه پور د ګلګت بلتستان له خبریالانو سره په لیدنه کې دا خبر ورکړی وو، چې حکومت یې له ټولو فریقانو سر تر سلا مشورو وروسته پرېکړه کړې چې ګلګت بلتستان ته بشپړ آییني حقوق، د پارلمان استازیتوب او د صوبې درجه ورکړي.

د پاکستان سپریم کورټ د روان کال په لومړیو کې مرکزي حکومت ته اجازه ورکړې وه چې د ګلګت بلتستان د 2018م کال په انتظامي قانون کې د بدلون له لارې په دې سیمه کې انتخابات وکړي، دغه قانون د پاکستان وزیراعظم ته په دې سیمه کې د قانون سازۍ واک ورکوي.

XS
SM
MD
LG