لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان حکومت د افغانستان لپاره نوې ویزه پالیسي اعلان کړه


واشنګټن ــــ د پاکستان حکومت په داسې وخت کې د افغانانو د خلکو لپاره نوې ویزه پالیسي اعلان کړې چې د افغانستان د روغې جوړې د ملي شورا مشر ډاکټر عبدالله د پاکستان په درې ورځني سفر دی او نن یې له وزیراعظم عمران خان سره هم لیدلي دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق نن پر ټویټر لیکلي، چې د تحریک انصاف د مرکزي حکومت کابینې د نوې ویزې پالیسي منظوره کړې ده:

"د افغان اوسېدونکو لپاره به د ګڼو خروج [وتلو] او دخول [ننوتلو] سره د ويزو اخيستل اسانه وي چې به پکې د اوږدې مودې لپاره د سوداګرۍ، پانګونې او د زده‌کړو ويزې وي".

له افغانستانه د عامو خلکو تر څنګ هره ورځ ګڼ شمېر کسان د خپلو ناروغانو د علاج لپاره هم پاکستان ته ځي چې په وروستیو کې یې د پاکستان له خوا د ویزې پالیسۍ ستونځې زیاتې کړې دي. محمد صادق په دې اړه ویلي:

"د صحت ويزو لپاره به يوه نوې کېټګرۍ [نوی قسم] هم وړاندې شي چې هغه به په سرحد ورکول کېږي".

محمد صادق لیکلي چې د نوې پالیسیۍ له مخې به ډېر ژر په افغانستان کې د پاکستان په سفارت او کونسلګریو کې د ویزو ورکړه پیل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمد قرېشي د نهې- سه شنبې په ورځ له ډاکټر عبدالله عبدالله سره په اسلام اباد کې د سټرېټیجیکو مطالعاتو په مرکز کې د وینا په مهال وویل:

"د دې لپاره چې تجارت او اقتصاد وده وکړي او د سیمې هېوادونو سره وتړل شي په افغانستان کې امن ډېر ضروري دی".

افغان حکومت او ډاکټر عبدالله لا تر اوسه د افغانستان لپاره د ویزې د نوې پالیسۍ په اړه څه نه دي ویلي، خو افغان حکومت تر دې وړاندې له پاکستانه د ویزې په پالیسۍ کې د نرمښت غوښتنه کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG