د افغانستان صدارتي ماڼۍ ویلي د طالبانو د تېرو جرمونو په دوام په دايکنډي کې اېښودی شوی ماين چاؤدنې غندنه کوي، او ورسره يې بيا په طالبانو غږ کړی چې په لويو لارو د ماينونو اېښودو او په عامو خلکو د بريدونو څخه لاس واخلي، دايمي اوربند وکړي.
د دايکندی په کجران ولسوالۍ/ ضلع کې په ماين چاؤدنه کې د عامو خلکو ګاډی په نخښه شوی، اووه ښځې، پينځه ماشومان او دوه سړي پکې وژل شوی او درې ماشومان پکې ژوبل شوي دي.
د افغانستان دکورنيو چارو د وزارت ویاند طارق په پېښه کې د 17 کسانو د مرګ ژوبلې پخلی کړی دی.
طارق ارين هم د پېښې زمه واري په طالبانو ور اچولې ده خو د طالبانو لخوا په دغه اړه څه نه دي ويل شوي.
افغان ولسمشر اشرف غني په ټينګار سره په طالبانو د تاؤتريخوالي نه د لاس اخستو او دايمي اوربند غږ کړی دی.
په عېن حال کې چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي په افغانستان کې ورسره د بدامنۍ پېښې هم دوام لري.
د ملګرو ملتونو د شمېرو ترمخه د روان کال په لومړو درېو مياشتو کې په افغانستان کې په روانو جګړو کې د 150 نه زیاتو ماشومانو په ګډون 500 ملکي وګړي وژل شوي دي.
د رپورټ ترمخه په درې مياشتې موده کې 533 ملکي وګړي وژل شوي او 760 ژوبل شوي دي.