لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمی خلیلزاد یو ځل بیا قطر ته روان شوی


د افغان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد یو ځل بیا د قطر پلازمينې دوحې ته روان شوی، نوموړی وايي په سیمه کې به له خپلو شریکانو سره د افغان سولې په خبرو بحث وکړي چې د افغانانو په مشرۍ او ملکیت پر مخ ځي.

خليلزاد د خپل سفر په اړه ويلي، "افغانان او نړیواله ټولنه له نزدې حالت ګوري او له مذاکراتو تمه لري چې د افغانستان د سیاسي راتلونکي نقشې او د یوه تلپاتي او هراړخیز اوربند په لور پرمختګ وکړي".

نوموړی په داسې حال کې د دوحې سفر کوي چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې یو ځل بیا هیله څرګنده کړې چې په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرې به مثبته پایله ولري او زياته کړې يې ده چې ټول افغان لوري باید د تاوتریخوالي کمولو لپاره کار وکړي چې اوربند ته لاره هواره شي.

د ملی مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د پاکستان په سفر کې ویلي چې په حقیقت کې سوله ییزه راتلونکی په مخکې دی او د افغان حکومت او د طالبانو تحریک تر منځ د خبرو پېل یو فرصت بولي.

نوموړی وایي د افغان حکومت مرکچي پلاوي ته سپارښتنه شوې چې د زغم څخه کار واخلي او جوړ جاړي ته چمتو اوسي.

دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرې د ستمبر په 12 پیل شوې، خو لا یې هم تماس ډلې په دې نه دي توانیدلي چې د خبرو په طرزالعمل هوکړه وکړي.

ټاکلې شوي وه چې پرون د دواړو لورو تماس ډلې سره وویني، خو د ځینې دلایلو له امله چې مشورې ښودل شوي دي، دا لیدنه نه ده شوې.

ٖٖپه دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرو پیلېدو سره د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې تاوتریخوالی هم ډېر شوی دی، چې طالبان او حکومت یې پړه په یو بل اچوي.

د افغان حکومت په ګډون مختلفې خواوې له طالبانو غواړي چې اوربند وکړي، خو دا ډله وايي، له امریکا سره د خبرو پر مهال هم دوی په بهرنیو ځواکونو بریدونه کول او د خپلمنځي خبرو په جریان کې به هم جګړه روانه وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG