لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د جنوبي وزیرستان جلانه بي بي د سر سيوری او انصاف غواړي


جلانه بي بي

د جنوبي وزيرستان د اعظم ورسک سپين سرې مېرمن جلانه بي بي خپل کور کلی پرېښودی، د سر سيوری ګوري او انصاف غواړي.

جلانه بي بي وايي په کورنۍ کې ورته يوازې يو نمسی پاتې شوی، دوه زامن او يو ليور يې وژل شوي او وايي اوس يې خلک په نمسي پسې ګرځي، وژني يې.

دغه سپين سرې مېرمن وي اوای ډيوه ته وويل د اګست په مياشت کې يې زوی [غلام حسېن] بې درکه شوی او چې هغې بيا د زوي د بې درکۍ په اړه په 20م اګست مطبوعاتو ته حال وړاندې کړودرې اوونۍ وروسته یې د يو کوهي نه د زوی جسد ترلاسه شو.

هغې وويل د زوی جسد يې په داسې حالت کې ؤ چې تېزاب پرې اچول شوي اود پېژندګلو نه ويستل شوی ؤ.

مېرمن وايي زوی يې نه طالب ؤ او نه د پښتون ژغورنې غورځنګ سره ؤ، اول به يې خواري کوله او وروسته يې ګاډي واخست هغه به يې په ټېکسي کې چلولو.

سپين سرې زياتوي له دې وړاندې يې يو بل زوی او ليور هم په نامالومه کې وژل شوي دي.

هغه وايي اينګور يې هم مړه ده يوازينی نمسی یې ورته پاتې شوی او هغې ته په کلي کې ويل شوي چې په کلي کې يې د تورو شيشو ګاډی ګرځي او د هغې او نمسي تپوس يې کوي ځکه هغې کور پرېښودی او راوتلې ده.

جلانه بي بي وايي هغه د حکومت نه د سرسيوری غواړي چې هغې او نمسي ته دې محفوظ ځای ورکړی شي او د زوي په وژنه کې ککړ خلک دې مالوم شي او سزا دې ورته ورکړی شي.

د جنوبي وزيرستان د پوليس مشر [ډي پي او] شوکت علي وايي د غلام حسېن د وژنې مقدمه يې د پوليس په مدعيت کې د نامالومه کسانو پرضد درج کړې او پلټنې يې پېل کړي دي.

د واڼه سب ډويژن واڼه مرستیال کمشنر امیر نواز وايې د جلانه بي بي سره يې ليدلي او هغې ته يې ویلي که په سرکاري کور کې پاتې کيږي هغه به ورته ورکړي، خواړه به ورته ورکوي او په نمسي به يې ويړیا تعلیم وکړي.

وي اوای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل که دا په کور پاتې کیږي د پوليس يو سرتېری به ورله ساتنې له ورکړي، په دغه لړ کې به د قامي جرګې سره مشوره کوي او ختمي فېصله به په هغې کې وکړی شي.

په وزيرستان کې که څه هم حکومت او پوځ ادعاوې کوي چې په علاقه کې امنيت په ځای کړی شوی خو په علاقه کې بيا هم وخت په وخت په امنيتي سرتيرو بريدونه کيږي او ورسره د هدفي وژنو پېښې هم رامنځته کيږي او په وروستيو کې ځينې داسې خبرونه هم مخې ته راغلي چې په علاقه کې د تاوان دپاره تښتونې پېل شوي دي.

XS
SM
MD
LG