لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډاکټر عبدالله: پاکستان کولای شي پر طالبانو د تشدد کمولو لپاره خپل ټول اثر استعمال کړي


واشنګټن ــــ د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله تر درې ورځني سفر وروسته بیرته خپل هېواد ته ستون شوی او د خپل سفر په وروستۍ ورځ یې د پاکستان له صدر عارف علوي او د پاکستان د اسلامي نظریاتي کونسل له مشرانو سره هم لیدلي دي.

ډاکټر عبدالله د وي او اې له خبریالې عایشه تنظیم سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د سولې عمل اسانه نه دی خو افغانان به په ګډه کار کوي چې باعزته سولې ته لاره پیدا کړي ځکه چې وایي بې له سولې بله لاره نه شته.

"ډاکټر عبدالله وویل هیله من دی چې طالبان او د حکومت مذاکراتي ډله دواړه به په خبرو کې نرمي ښکاره کوي او خبرې به په پر مخ بیایي".

ډاکټر عبدالله وویل که امریکا په اوس وخت کې خپل ټول پوځونه له افغانستانه وباسي دا به یې د هېواد پر حالاتو ضرور اغېز ولري، خو وایي دا د دوی پخپلو ګټو او د ترهګرۍ په خطر پورې اړه لري چې دوی دلته پاتېږي که نه:

"هیله ده چې موږ به پخپله کار وکړو، امریکا په تېرو څه دپاسه نولس کلونو کې د افغانستان د خلکو د ښېګړې لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي خو څوک ورباندې ټینګار نه شي کولای چې پاته شي یا لاړ شي، په دې وخت کې دوی لا لېواله دي چې د سولې خبرې ګړندۍ شي".

د دې پوښتنې په جواب کې چې ځینې افغان سیاستوال له طالبانو سره پخپل سر جلا اړیکې ساتي، آیا دا ویره نه شته چې طالبان له هغوی سره خبرې پیل کړي، ډاکټر عبدالله وویل:

"که سمې خبرې یې جلا هم سره تبادله کېږي دا دومره خبره نه ده خو موږ د سولې په هڅو کې همغږۍ ته اړتیا لرو او زه له هغو سیاستوالو غواړم چې په همدې بهر کې خپله برخه واچوي دا به ډېره مرسته وکړي".

ډاکټر عبدالله د دې پوښتنې په جواب کې چې پاکستان د افغان سولې په برخه کې له دې پرته- چې تر اوسه یې کړي دي- نور څه کولای شي؟ هغه وویل پر طالبانو "د ټول اثر او نفوذ استعمالول یوه موقع ده چې په افغانستان کې تشدد را کم شي ځکه چې د تشدد کچه ډېره زیاته ده".

پاکستان په داسې وخت چې ډاکټر عبدالله په اسلام اباد کې وو، د افغانستان لپاره خپله نوې ویزه پالیسي اعلان کړه، چې وایي په اساس به یې افغانانو ته ویزه په اسانه ورکول کېږي. ډاکټر عبدالله د پاکستان دغه اعلان د دوه اړخیزو اړیکو په برخه کې ګټور وباله:

"دا به د حالاتو په ښه کولو کې مرسته وکړي او نه یواځې د افغانستان له خلکو سره به مرسته وکړي بلکې د دواړو غاړو د ولسونو په اړیکو کې به مرسته وکړي، ځکه چې د تجارت او ټرانزټ په برخه کې ځینې ستونځې دي دا به حل شي، موږ پر دې خبرې وکړې چې څنګه په دې برخه کې هڅې زیاتولای شو".

ډاکټر عبدالله وویل ایران، هند او روس هم د افغانستان د سولې د بهر بشپړ ملاتړ کوي، خو وایي دا چې د ځینو هېوادونو استازي په قطر کې د بین الافغاني خبرو د پرانیستنې مراسمو ته نه وو راغلي، شاید هلته له امریکا یا نورو هېوادونو سره د خپلو اړیکو په بنیاد نه وي راغلي:

"د سیمې هیڅ یو هېواد د افغانستان حالات له پامه نه شي غورځولای او هر یو په [افغان] سوله او ارامۍ کې خپله برخه لري، موږ به د سیمې له ټولو هېوادونو سره تړون ساتو، خدای مه کړه که جګړه دوام وکړي پر ټولو به بده اغېزه ولري".

ډاکټر عبدالله وایي پاکستان ته یې د سفر لپاره اوسنی وخت ځکه انتخاب کړ، چې وایي د پاکستان د حکومت، ادارو او سیاستوالو له خوا یې د افغان سولې د بهر ملاتړ ولید، نو د افغان ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشر په توګه د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو په برخه کې دا ضرور وه چې باید پاکستان ته لاړ شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG