لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نواز شریف: پارلمان ازاد نه دی، بل څوک یې چلوي او بل څوک یې بلونه وړاندې کوي


واشنګټن ــــ د پاکستان پخواني وزیراعظم نواز شریف د احتساب د ادارې له خوا د خپل ورور شهباز شریف د نیول کېدو په غبرګون کې یو ځل به له لندنه پر ریاستي ادارو په ملکي سیاست کې د لاسوهنې تور لګولی دی او ویلي یې دي چې د پاکستان پارلیمان بل څوک چلوي.

د شورو- چارشنبې په ورځ د خپل ګوند د مرکزي کمېټۍ غونډې ته د ویډېو لینک له لارې د وینا په وخت نواز شریف ویلي، چې په پاکستان کې هیڅوک هم آزاد نه دی او وایي کومو طاقتونو چې عمران خان وزیراعظم کړی دی هغه هم اوس پښېمانه دي خو وایي‌ ځواب خو به په هر حال ورکوي:

"موږ د انګرېزانو له غلامۍ ازاد شو نن د خپلو غلامان شو، موږ [په دې وطن کې] ازاد وګړي خو نه یو او زه د غلام ژوند نه شم تېرولای، یوه ورځ به حساب راکوي او دغه ورځ لرې نه ده، موږ پخپل ملک کې د غلامان ژوند نه شو تېرولای".

نواز شریف وویل د 2018م کال د عامو انتخاباتو په مهال دی او د ده لور مریم نواز د کرپشن په تور په زندان کې بندیان کړل شول او په انتخاباتو کې د درغلۍ له لارې د تحریک انصاف ګوند حکومت راوستل شو. نواز شریف اوسنی پارلمان پابند وباله:

"د کوم پارلمان چې موږ غړي یو هغه څوک خودمختار دی، له خلکو راته ښکاري چې هلته پارلمان بل څوک چلوي او بل څوک امر کوي چې نن به دا ایجنډا وي، پر دې بِل به رایې اچول کېږي".

نواز شریف انکشاف وکړ چې په 2014م کال کې د تحریک انصاف ګوند او پاکستان عوامي تحریک له خوا په اسلام اباد کې د 126 ورځو اوږده احتجاجي پرلت په مهال د هغه وخت د ای ایس ای مشر لیفټیننټ جنرل ظهیرالاسلام ده ته پیغام ور لېږلی وو،‌ چې له وزیراعظمۍ استعفی ورکړي ګنې په ملک کې به مارشلا ولګېږي:

"ما ورته وویل چې څه کېږي و دې شي، ته چې څه کوې هغه وکړه خو زه په دې ډول حکومت نه پرېږدم استعفی نه ورکوم".

د ستمبر پر 20مه په اسلام اباد کې د پاکستان اکثرو اپوزیشن ګوندونو په یوه ټول ګوندیز کانفرانس کې د تحریک انصاف حکومت یو راوستل شوی حکومت وباله او پر پوځ یې په سیاست کې د لاسوهنې تورونه ولګول، چې تر هغه وروسته د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه وویل چې په سیاست کې یې لاسوهنه نه ده کړې. نواز شریف په دې اړه وویل:

"مولانا عبدالغفور حیدري صاحب ویل دی جنرل باجوه ور بللی وو چې دا احتجاجي دهرنا ختم کړئ موږ چې د نوازشریف خلاف څه کوو تاسې مداخلت مه کوئ، تاسې ولې د نوازشریف خلاف کاروایي کوئ، ستا خو دا کار او پېشه نه ده، بلې خواته تاسې وایئ چې موږ په سیاست کې لاسوهنه نه کوو".

نواز شریف دا خبرې په داسې حال کې کړې دي چې په یوه مقدمه کې عدالت ته په نه حاضرېدو باندې اسلام اباد هایکورټ د هغه د فرار یا اشتهاري ګرځولو دپاره د کاروایۍ پیل کولو فیصله هم کړې ده.

نوازشریف وویل چې د شهباز شریف پر نیول کېدو خفه دی، خو وایي د ریاستي ادارو دا ډول کارونه د دوی جذبې نور هم اوچتوي او خپله مبارزه به روانه ساتي. د لاهور د احتساب ادارې د تېرې ګل- دوشنبې په ورځ شهباز شریف وروسته له هغه د غیرقانوني پیسو د لېږدولو په مقدمه کې ونیو، چې لاهور هایکورټ یې ضمانت رد کړ.

XS
SM
MD
LG