لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: د عبدالله عبدالله سره مې خوندوره ناسته شوې، عبدالله د پاکستان سفر ته کامياب ويلي


د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي، د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره يې خوندوره ناسته شوې او د دغه په زړه پورې خبرو اترو خلاصه يې دا وه چې تېر وخت يو ښه ښوونکی (استاز) دی خو په هغې کې پاتې کېدل ممکن نه دي.

بل لور ته عبدالله عبدالله د پاکستان سفر ته کامياب ویلي دي، نوموړی د پاکستان د درې ورځني څخه بيرته ستون شوی دی.

عمران خان د عبدالله عبدالله سره د ليدنې په اړه ټويټ کې ويلي، بيا هم مونږ له به په راتلونکې نظر ساتل وي، دعا ده چې هغه په خپل مقصد کې بريالی شي.

بل لور ته ډاکټر عبدالله عبدالله د پاکستان درې ورځنۍ سرکاري دوره یې په کامیابۍ سرته رسېدلې ده.

ډاکټر عبدالله عبدالله وي او ای سره په مرکه کې دې پوښتنې په جواب کې چې پاکستان د افغان سولې په برخه کې له دې پرته- چې تر اوسه یې کړي دي- نور څه کولی شي؟.

هغه ويلي، په طالبانو "د ټول اثر او نفوذ استعمالول یوه موقع ده چې په افغانستان کې تشدد را کم شي ځکه چې د تشدد کچه ډېره زیاته ده".

عمران خان په ټويټر د ليدنې او د تېر وخت په اړه نور څه نه دي ويلي.

خو د نهې/ سه شنبې په ورځ عبدالله عبدالله په اسلام اباد کې د سټريټيجکي مطالعاتو په مرکز کې يوې غونډې ته په وېنا کې د افغان سولې په مذاکراتو کې د پاکستان هڅې ستايلې وې خو ورسره یې ويلي ؤ اوس به دواړو هېوادونو ته په يو بل شک کول پرېښودل وي.

عبدالله عبدالله په ټويټر د پاکستان د وزيراعظم عمران خان، صدر عارف علوي، د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر، د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي، د پوځ د مشر او پاکستان د تود هرکلي، مېلمستيا او نوې لارې هرکلی کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG