لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

حکومت به د نواز شریف بيرته راوستلو دپاره ټولې قانوني لارې وکاروي، شبلي فراز


د پاکستان د اطلاعاتو وزير ويلي د نواز شریف بيرته ملک ته د راوستلو دپاره به ټولې قانوني لارې وکاروي او حکومت يې په دغه لړ کې د برتانیې د حکومت سره په رابطه کې دی.

شبلي فراز دغه خبره په داسې حال کې کړې چې د مسلم ليګ ن ګوند مشر او پخواني وزیراعظم نواز شریف په وروستيو کې د برتانيې څخه د ويډيو د لارې څو وېناوې کړي چې پکې يې د پاکستان په ریاستي ادارو په ملکي سياست کې د لاسوهنې تورونه لګولي او تېره ورځ يې د نوم اخستو پرته ویلي د پاکستان پارلیمان بل څوک چلوي.

نوازشریف پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ په ورځ د ګوند مرکزي کمېټۍ ته د ويډيو د لارې ويلي، "مونږ د انګرېزانو له غلامۍ ازاد شو نن د خپلو غلامان شو، موږ [په دې وطن کې] ازاد وګړي خو نه یو او زه د غلام ژوند نه شم تېرولای، یوه ورځ به حساب راکوي او دغه ورځ لرې نه ده، مونږ پخپل ملک کې د غلامان ژوند نه شو تېرولی".

نواز شریف وويل چې په 2014م کال کې د تحریک انصاف ګوند او پاکستان عوامي تحریک له خوا په اسلام اباد کې د 126 ورځو اوږده احتجاجي پرلت په مهال د هغه وخت د ای ایس ای مشر لیفټیننټ جنرل ظهیرالاسلام ده ته پیغام ور لېږلی وو،‌ چې له وزیراعظمۍ استعفی ورکړي ګنې په ملک کې به مارشلا ولګېږي.

په 20م ستمبر هم د مخالفه ګوندونو په غونډه کې ويل شوي ؤ چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت د ووټونو د لارې څخه نه، بلکې راوستل شوی حکومت دی او په پوځ په سياست کې د لاسوهنې تورونه لګول شوي خو وروسته د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باوجوه په سياست کې لاس وهنه کول رد کړي وو.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د عمران خان په وزیراعظمۍ حکومت وايي مخالفه ډلې د خپلو بډو رشوتونو پټولو او ځان بچ کولو دپاره يو شوي او ادارې بدناموي.

د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه شبلي فراز يو شخصي ټيلي ويژن سره په خبرو کې ویلي نواز شریف مفرور دی او تور یې لګولی چې مسلم ليګ ن ډلې د خپلولو د لارې قامي ادارې او د ملک معيشيت تباه کړي دي.

هغه ويلي د مخالفه ډلو سره د خبرو دروازې يې کله نه دي بندې کړي خو مخالفه ډلو د خپلو مشرانو د شخصي ګټو دپاره د حکومت مخالفه تحريک پېل کړی دی.

د تحریک انصاف د حکومت پرضد د مخالفه ګوندونو جوړ پاکستان ډېموکرېټک مومنټ پرون اعلان کړی چې په 11م ستمبر د تحریک لومړۍ جلسه په کوټه کې کوي.

XS
SM
MD
LG