لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

یورپي پارلمان د سمدستي او دایمي ډزبندۍ غوښتنه کړې، افغان حکومت یې هرکلی کړی


واشنګټن ــــ په داسې حال کې چې د بین الافغاني خبرو تر پیلېدو وروسته هم په افغانستان کې د تشدد پېښې زیاتې دي، یورپي پارلمان په یوه بیان کې غوښتنه کړې چې سمدستي او دایمي ډزبندي دې وشي چې افغان حکومت یې د دې غوښتنې هرکلی کړی دی.

یورپي پارلمان د بهرنیو چارو د کمېټۍ او له افغانستان سره د اړیکو د پلاوي په ګډ بیان کې له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیلېدو هرکلی کړی، خو په تېره اوونۍ کې یې په افغانستان کې د تشدد زیاتوالی غندلی دی.

د افغانستان لپاره د یورپي اتحاد ځانګړي استازي رولېنډ کوبیا وایي، یورپي پارلمان- چې د نړۍ یو ستر پارلمان دی او غړي یې په مخامخ او جمهوري توګه ټاکل کېږي- د سولې په خبرو کې د ټولو اړخونو د ګډون غوښتنه کوي:

"د سولې په خبرو کې دې ټول ګډون ولري، سمدستي او همېشنۍ ډزبندي دې وشي او په افغانستان کې د پرله پسې تشدد غندنه کوو".

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر ټویټر د یورپي پارلمان د غوښتنې تود هرکلی کړی، چې وایي په افغانستان کې یې تشدد غندلی او سمدستي دایمي ډزبندي غواړي.

د طلوع نیوز د خبر له مخې یورپي پارلمان په خپل بیان کې دا هم ویلي، هغه څوک چې د ترهګرۍ د وروستیو بریدونو او پرله پسې تشدد ذمه وار دي باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.

په بیان کې راغلي چې په افغانستان کې د څلورو لسیزو جګړې د ختمېدو شرط د سولې هراړخیزې، د افغانانو په مشرۍ او مالیکت خبرې دي چې کولای شي افغانستان ته ارامي راولي:

"ټولې سیاسي ډلې او مدني ټولنه، افغانې ښځې، ځوانان او اقلیتونه باید په خبرو او د سولې په بشپړ بهیر کې ګډون ولري، دا ډېره ضروري ده چې په افغانستان کې هر څوک په دې خبرو او راتلونکي حکومت کې خپل استازیتوب په دې خاطر محسوس کړي، چې بشري حقونه خصوصاً د ښځو او ماشومانو حقونه پکې خوندي شوي دي".

یورپي پارلمان پخپل بیان کې افغان حکومت، ولس او امنیتي ځواکونو ته باور ورکړی چې یورپي ټولنه به په دې سختو حالاتو کې له دوی سره وي او ملاتړ به یې کوي.

یورپي پارلمان دا بیان په داسې وخت کې ورکړی چې یوې خواته په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پیل شوې دي خو څه پرمختګ پکې نه دی شوی او بلې خواته د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د تشدد د پېښو رپوټونه ورکول کېږي.

طالبانو لا هم د سمدستي او دایمي ډزبندۍ په اړه د یورپي پارلمان غوښتنې ته څه جواب نه دی ویلی، خو د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم رسنیو ته ویلي وو، چې ډزبندي یې د خبرو په ایجنډا کې شامله ده.

د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د شورو- چارشنبې په ورځ له وي او اې سره په ځانګړې مرکه کې دعوه کړې وه، چې په افغانستان کې تشدد ډېر زیات شوی او غوښتنه یې کړې وه چې پاکستان کولای شي د ډزبندۍ لپاره پر طالبانو خپل ټول اثر رسوخ استعمال کړي.

XS
SM
MD
LG