لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمي خليلزاد په قطر کې د طالبانو سره ليدلي


په قطر کې طالبانو ویلي، د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره یې ليدلي او د بنديوانو د خلاصون او سولې سره اړونده نورو موضوعاتو باندې يې ورسره خبرې اترې شوي دي.

د افغانستان د سولې دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په خپله د دغه ليدنې په اړه څه نه دي ويلي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعيم په ټويټر ویلي، تېر ماښام د طالبانو د سياسي دفتر مشر ملا برادر اخند سره د ډلې د زلمي خليلزاد سره ليدلي دي.

هغه ويلي په دغه ليدنه کې ټينګار وشو چې د طالبانو او امریکا ترمنځه شوې توافقنامې ته بايد دواړه لوري التزام/ عزم ولري او د عملي کولو هڅې یې وشي.

هغه زیاته کړې په ناسته کې د بنديوانو په خلاصون او ورسره اړونده نورو موضوعاتو او د سولې په بېن الافغاني خبرو هم بحثونه وشول.

په 30 ستمبر زلمي خلیل زاد قطر ته د روانېدو ویلي چې په سیمه کې به له خپلو شریکانو سره د افغان سولې په خبرو بحثونه وکړي چې د افغانانو په مشرۍ او ملکیت پر مخ ځي.

خليلزاد د خپل سفر په اړه ويلي ؤ، "افغانان او نړیواله ټولنه له نزدې حالت ګوري او له مذاکراتو تمه لري چې د افغانستان د سیاسي راتلونکي نقشې او د یوه تلپاتي او هراړخیز اوربند په لور پرمختګ وکړي".

پرون په کابل کې د امریکا شارژدافير راس ويلسن ويلي امریکا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو په لړ کې مرستې ته تياره ده.

امریکايي سفير ويلي افغان حکومت او طالبانو پرېکړه کړې چې ترمنځه کېدونکې خبرې به يې د منځګړي پرته، د افغانانو په رهبرۍ او مالکيت کې وي.

په 12 ستمبر په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې روانې شوي دي، خو د راپورونو ترمخه لا یې هم تماس ډلې په دې نه دي توانیدلي چې د خبرو په طرزالعمل هوکړه وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG