لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر ټرمپ د کرونا وايرس د پخلی وروسته د نړۍ د ونډو په بازارونو بدې اغېزې شوې


د امريکا صدر ‌‌‌‌‌‌ډانلډ ټرمپ او د هغه مېرمن ته د کورونا وايرس د لګېدو د خبر خپرېدو وروسته د ونډو په نړيوالو بازارونو کې د ونډو بيعې ټيټې شوي دي.

په امريکا کې د نيويارک د سټاک اېکسچېنج د د پرانستلو وړاندې د اېس اېنډ پي فيوچرز بيعې 1.3 فيصده او د نسداق فيوچرز 1.6 فيصده غورځېدلي دي.

دچين او کوريا د ونډو بازارونه نن د رخصتۍ له امله تړل شوي وو خو په يورپ کې مارکېټونه د سوداګانو د ټيټو بيعو سره پرانستل شوي دي.

د وال سټريټ جنرل د خبر ترمخه د خام تېلو بيعې 2.8 فيصده راټيټي شوي او يو بېرل 39.75ډالرو ته راکوز شوی دی.

د يورپ سټاک مارکيټ صفر اعشاريه درې فيصده 0.3 راټيټ شوی دی.

په ټوکيو، اسټریليا او سنګاپور کې هم د ونډو بازارونه د صفر اعشاريه اووه 0.7 فيصده نه واخله تر يو اعشاريه څلور 1.4 فيصدو پورې راټيټ شوي دي.

د شنګهايي او هانګ د ونډو بازارونه د رخصتۍ له امله بند وو.

د نړۍ د ونډو د بازار د چارو کار پوهه وايرن وايي، په مارکيټ کې اصل ويره دا ده چې ايا د امریکا حکومت به په خپل عادي حالت کې روان پاتې شي؟، او ورسره يې د روانو منصوبو په اړه هم اندېښنې څرګندې کړي په هغه صورت کې چې د ريپبلکن او ډېموکرېټس ترمنځ کومه خبره نه وي شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG