لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پنجاب کې پر بله ښځه ډله ییز جنسي تېری شوی او سیند کې د جنسي تېري ښکار هندو نجلۍ ځان وژلی


واشنګټن ــــ په پاکستان کې پر ښځو او ماشومانو د جنسي تېري پېښې تر بل هر وخت زیاتې شوې دي او د لاهور پر موټروې پر یوه ښځه تر جنسي تېري وروسته د پنجاب په ننکانه صاحب سیمه کې پر یوه بله ښځه ډله ییز جنسي تېری شوی او په سیند کې د ډله ییز جنسي تېري ښکار یوې نجلۍ ځان وژلی دی.

د پنجاب د ننکانه صاحب د پولیسو په وینا د ذکیه بي بي په نوم ښځې د ستمبر پر 24مه له لاهور ښاره په یوه بس کې جړانواله سیمې ته سفر کاوه، چې ماښام مهال بس خراب شوی وو او دې یوه بل بس ته انتظار کاوه چې دوو کسانو په خپل موټر کې کور ته د رسولو په پلمه وړې او هلته د دوی په ګډون شپږو تنو په یوه دېره کې ورباندې جنسي تېری کړی دی.

د پنجاب وزیراعلی عثمان بزدار د پنجشبنې- زیارت په ورځ د دې پېښې خبر اخیستی او د ننکانه صاحب ځایي پولیس افسر ته یې د ذمه وارو کسانو په ضد د مقدمې درج کولو او د هغوی د نیولو امر کړی دی.

پولیسو د شپږواړو تورنو کسانو په ضد تر پېښې پینځه ورځې وروسته مقدمه درج کړې، خو په هغوی کې تر اوسه د څلورو تنو په پېژندلو بریالي شوي او د نیولو هڅې یې کوي، مګر تر اوسه هیڅ یو تن هم د دې پېښې په تړاو نه دی نیول شوی.

د ننکانه صاحب د پولیسو مشر اسماعیل کهرک وایي، د پولیسو درې ډلې یې جوړې کړې چې هم د پېښې پلټنه کوي او هم یې په تورنو کسانو پسې پلټنې پیل کړې دي، وایي د نورو پلټنو لپاره د جنسي تېري ښکار ښځې طبي رپوټ ته په تمه دي.

بل لور ته وړمه ورځ د سیند په تهر سیمه کې یوې اوولس کلنۍ هندو نجلۍ د جنسي ځوروونکو د ګواښونو له کبله ځانوژنه کړې ده. مطبوعات د هغې د خپلوانو له خولې وایي چې پر دې نجلۍ د 2019م کال په درو کسانو جنسي تېری کړی وو، خو دغه کسان په ضمانت وو او مقدمه یې د ځنډ ښکار وه.

د بشري حقونو فعالین او قانون پوهان وایي د داسې پېښو د مخنیوي لپاره په هېواد کې د موجودو قوانینو عملي کولو او په ټولنه کې فکري بدلون ته اړتیا ده. قانون پوهې جسټس ناصره اقبال د وي او اې ډیوه خبریالې رابعه پیر ته ویلي:

"زموږ قوانین د 1860م کال زاړه دي چې په هغوی کې د پولیسو اصلاحاتو او په عدالتي طریقه کار خصوصاً‌ په کورني عدالت کې بدلون او په تېزۍ سره د انصاف ورکولو لپاره کار کولو ته اړتیا ده، که دا اصلاحات وشي نو تر سزا مخکې د داسې مخنیوی کېدای شي".

د بشري حقونو فعاله فرزانه باري په پاکستان کې د جنسي تېري کوونکو لپاره په قانون کې د ټول عمري بند یا مرګ سزا ده خو وایي‌ د سزا ورکولو کچه تر درې فیصده هم کمه ده. فرزانه باري وایي:

"جنسي تېري د تشدد یوه طریقه ده او د دې د مخنیوي لپاره په ټولنیزه کچه د فکري بدلون لپاره هم کار کول ضروري دی".

د ستمبر د اتمې او نهمې نېټې په شپه هم یوې ښځې پر موټروې سړک له لاهوره ګوجرانواله ته سفر کاوه او د موټر د خرابۍ له کبله پر سړک ولاړه وه چې دوو کسانو د وسلو په زور ور څېرمه پټیو ته بوتله او د خپلو اولادونو په مخ کې یې ورباندې جنسي تېری وکړ.

وزیراعظم عمران او د واکمن ګوند نورو وزیرانو په وار- وار ویلي چې پر ښځو او ماشومانو جنسي تېري کوونکو ته به د سختې سزا منظوري ورکړي او مرکزي کابینې ته یې امر کړی چې په دې اړه ژر اسمبلۍ ته قانوني‌ مسوده وړاندې کړي، خو لا هم دغه قانون نه دی منظور شوی او په هېواد کې د جنسي تېري پېښې ورځ تر بلې زیاتېږي.

XS
SM
MD
LG