لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خليلزاد: مونږ به په افغانستان کې هغه غلطي نه کوو کومه چې د سويت يونين د وتلو وروسته شوې وه


د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي دي "مونږ به په افغانستان کې هغه غلطي نه کوو کومه چې د سويت يونين د وتلو وروسته شوې وه او افغانستان يواځې پرېښودی شوی ؤ".

خليلزاد د امریکې نيشنل پبلک رېډېو (اېن پي ار) ته ويلي، حقيقت دا دی چې افغانان په 42 کاله کې په لومړي ځل یو ځای ناست دي او دا د هيلي يوه موقع ده، خو دا موقع چېلنجونه هم لري.

امریکايي استازي دغه خبره په داسې وخت کې کړې چې نوموړي په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر د ډلې سره ليدلي دي.

د قطر په پلازمينه دوحه کې په 12 ستمبر د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې هم روانې شوي دي.

خليلزاد خبرداری ورکړی چې امریکا او افغانستان دواړه بايد د 1990م په څېر غلطيانې ونه کړي، کله چې افغانستان په خپلمنځي جګړو کې ښکېل شو، طالبان راپېدا شو او د القاعده مشر اسامه بن لادن له يې پناه ورکړه.

"مونږ به په افغانستان کې هغه غلطي نه کوو کومه چې د سويت يونين د وتلو وروسته شوې وه او افغانستان داسې پرېښودی شوی ؤ".

خليلزاد زياته کړه چې د 90 په لسيزه کې چې کومې پاليسۍ وې هغه ناکامې شوې وې، طالبانو د القاعده سره اړیکې جوړې کړې د هغې نتيجه بيا دا شوه چې امریکې په افغانستان حمله وکړه طالبانو واک د لاسه ورکړو، دوی نه غواړي چې دغه عمل بيا تکرار شي.

امریکايي استازي د سولې د خبرو په عمل کې د پاکستان په اړه ويلي چې پاکستان په تېر دوه کاله موده کې د دوی مرسته کړې طالبان يې هڅولي چې خبرو ته راشي، او پاکستان په افغانستان کې سوله غواړي ځکه چې په افغانستان کې سوله په خپله د پاکستان په ګټه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG