لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د کرونا وايرس څخه د مړينو په شمېره کې سېوا والی راغلی


د سرکاري شمېرو ترمخه په پاکستان کې په تېر شوا روز کې د کرونا وايرس څخه نور اته کسان مړه شوي دي، له دې نه وړاندې دا شمېره په یو شوا روز کې 15 ته رسېدلې وه.

په پاکستان کې تراوسه پورې په درې لکه 13زره984 کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي چې پکې ويل شوي دوه لکه 98زره593 ترې ښه شوي او دا وخت 8884 کسان په دې وايرس اخته دي.

کرونا وايرس په خېبرپښتونخوا کې تراوسه پورې 1260 کسان مړه کړي په 37908 کسانو کې دا وايرس مالوم شوي او 36140 ترې ښه شوي هم دي.

ډاکټران وايي په پاکستان د کرونا وايرس نه وړاندې هم چا ډېر احتياط نه دی کړی او اوس خو هډو څوک ګڼي نه چې کرونا شته دی ځکه د ډاکټرانو په وېنا دا وايرس مالوميږي چې بيا سر راپورته کوي.

ډاکټر زبېر ظاهر چې د خېبرپښتونخوا د ډاکټرانو د اتحاديې مشر دی وايي خلکو لاس وينځل پرېښودي، د ګڼې ګوڼې نه څوک ډډه نه کوي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل که د کرونا وایرس سېوا کیږي او نور په خلکو کې خوريږي نو ويره ده چې دا به ډېر تاوان واړوي.

په پاکستان کې د کرونا وايرس له امله تر ټولو زيات کسان په سيند صوبه کې مړه شوي چې شمېره يې 2517 ده، په پنجاب کې 2238، اسلام اباد کې 183 او بلوچستان کې 146 کسان د کرونا وايرس له امله مړه شوي دي.

په پاکستان کې د کرونا وبا له امله تړل شوي کاروبارونه د وړاندې پرانستل شوي يواځې تعليمي ادارې تړلې پاتې وې او په وروستيو کې په ټول ملک کې د احتياطي تدابیرو د لارښوونې سره ټولې تعليمې ادارې هم پرانستل شوي دي.

خو د ټول ملک څخه داسې خبرونه مخې ته راغلي چې ځينو تعلیمي ادارو د کرونا څخه د ژغورنې د احتياطي تدابيرو په لارښوونه پوره عمل نه دی کړ او د ځينې تعليمي ادارو تړل کېدو هم ويل شوي وو.

راپورونه وايي په کراچۍ کې د کرونا وايرس د پېښو زياتېدو وروسته په ځينو علاقو کې مخصوص يا سمارټ لاک ډاؤن شوی او ځينې هوټلې او د واده د دستورو هالونه هم بند کړی شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG