لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان خبریالانو او بشري حقونو تنظیمونو په ټیلیویژنونو د سیاسي مشرانو پر تقریرونو بندیز غندلی


واشنګټن ــــ په پاکستان کې د صحافيانو او بشري حقونو خپلواکه تنظیمونو پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس او هيومن رايټس کمېشن د حکومت او د مېډيا د انتظام سرکاري ادارې پيمرا له خوا د هېواد د سياسي مشرانو پر تقریرونو بندیز غندلی او وايي پيمرا دوه مخی معيار خپل کړی او د هغو خلکو حکمونه مني چې د مېډيا او د اظهار د ازادۍ په ضد دي.

د پاکستان پخواني وزیراعظم نواز شریف- چې عدالت اشتهاري اعلان کړی- په وروستیو کې له لندنه ټول ګوندیز کانفرنس او د خپل ګوند یوې غونډې ته آنلاین ویناوې کړې وې چې د پاکستان له ټیلیویژنونو خپرې شوې وې او په هغه کې یې پر پوځ، حکومت او عدالت نیوکې کړې وې.

د پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس جنرل سکرټري ناصر زېدي د وي او اې ډيوه خبریال ارشد حسېن ته ویلي چې د پيمرا ددغه ګام څخه د فسطايیت بوی راځي:

"په هېواد کې داسې صورتحال جوړ دی چې يو خوا لا قانونه مذهبي توندروه ډلې په ښکاره جلسې کوي او بل خوا د پېژندل شوو سیاسي مشرانو پر تقريرونو بندیز لګول کېږي او حکومت د پيمرا نه سياسي آله جوړه کړې ده"

د پاکستان حکومت او وزیر اعظم عمران خان پرله پسې د حکومت له خوا پر مېډيا د بندیز او سنسرشپ تورونه ردوي او وايي د تحريک انصاف ګوند حکومت د مطبوعاتو په ازادۍ پوره باور لري.

د خبریالانو تنظیم ویلي پېمرا د پخواني‌ پوځي آمر پروېز مشرف او د پاکستان عوامي تحریک د مشر علامه طاهر القادري پر تقریرونو د بندیز لګولو درخواست رد کړی وو چې د عدالت له خوا اشتهاري‌ ګرځول شوي او د ډېر وخت راهیسې د عدالتي کاروایۍ سره مخ دي.

د پېمرا له خوا د مخالفه سياسي مشرانو پر ویناوو نشر کولو د بندیز پر معامله د جمعې په ورځ د سېنټ د اطلاعاتو په کمېټۍ کې هم تاوده بحثونه شوي او د کمېټۍ مشر فېصل جاوید خان وايي د پيمرا مشران به ور غواړي او پوښتنه به ترې کوي چې ولې یې د سياسي مشرانو په غږونو خپرولو بندیز لګولی.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک تنظیم ایچ آر سي پي هم د پېمرا له خوا د سیاسي مشرانو پر تقریرونو په بندیز اندېښنه څرګنده کړې او په یوه بیان کې یې ویلي دي چې د پېمرا دغه ګام نه یواځې د خلکو د اظهار د ازادۍ په ضد دی بلکې د ولس د معلوماتو تر لاسه کولو آییني حق هم تر پښو لاندې کوي.

د پاکستان د بشري حقونو د خپلواک تنظیم غړې او پخوانۍ مشره زهره يوسف وايي په پاکستان کې د اظهار د ازادۍ په اړه صورتحال انتهایي خراب او د اندېښنې وړ دی:

"که څه هم وزیر اعظم عمران خان دعوه کوي چې په پاکستان کې مطبوعات د غربي نړۍ نه هم زيات ازاد دي خو وایي‌ په اصل کې حقیقت بدل دی، په پاکستان کې د ازاد صحافت او د اظهار دایره ورځ تر بلې را تنګېږي".

پر حکومت دا نیوکې په داسې وخت کې شوې چې وړمه ورځ د پاکستان د اليکټرانک مېډيا د انتظام سرکاري ادارې پېمرا د هېواد ټيلیویژن چېنلونو ته خبرداری ورکړی وو چې د مجرم او اشتهار اعلان شوي تن ویناوې، مرکې او غونډو ته خطابونه دې نه خپروي.

د خبریالانو او د بشري حقونو نړیوالو ادارو هم د تحریک انصاف ګوند په حکومت کې پر مطبوعاتو لګېدونکي بندیزونه او خبریالانو ته ګواښونه او د هغوی تښتونې د اندېښنې وړ بللي او دا هېواد یې د خبریالانو لپاره خطرناک بللی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG