لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اصغراڅکزی: خرابو حالاتو ته تر مخ کېدو مخکې اسد خان باید په حفاظت را خوشي‌ کړل شي


واشنګټن ــــ په بلوچستان کې د عوامي نېشنل ګوند د اطلاعاتو صوبایي ویاند اسد خان اڅکزی تر یوې اوونۍ وروسته هم لا نه دی موندل شوی او پولیس ورپسې پلټنه کوي خو د بې درکۍ په ضد د کوټې او چمن لار له څو ورځو بنده کړل شوې او احتجاج لا هم روان دی.

د عوامي نېشنل ګوند صوبایي مشر اصغر خان اڅکزی- چې د اسد خان د تره زوی دی- د وي او اې ډیوه خبریال نعمت الله سرحدي ته ویلي، کوټې ته نیژدې د اسد خان بې درکه کېدل د حکومت او ریاستي ادارو پر کارکردګۍ پوښتنې را پورته کوي:

"چې د نورو خرابو حالاتو ته زموږ مخ کېږي باید په هره لاره چې وي په حفاظت سره د اسد خان بازیابي ممکنه کړي".

د اسد خان ورور وکیل امجد خان وایي، ورور یې د ستمبر پر 25مه د عوامي نېشنل ګوند په یوه غونډه کې د ګډون لپاره له چمنه کوټې ښار ته روان وو، چې کچلاغ سیمې ته نیژدې "تښتول شوی" دی. امجد خان وایي د ورور د بې درکۍ مقدمه یې د کوټې په پولیس تاڼه کې درج کړې ده.

د افغانستان پر لور تللې د کوټې او چمن لویه لار د احتجاج له کبله له تېرو څلورو ورځو په کوږک غره کې بنده کړل شوې ده، چې په لاره کې په سلګونو له مالونو ډک موټر او ټرکونه دواړو خواوو ته بند پاته دي.

د لارې بندېدو د پاکستان او افغانستان تر منځ د هر ډول تجارت چارې هم په ټپه درېدلې دي، چې له کبله یې د سیمې تاجران هم له لوی تاوان سره مخ دي. د چمن چېمبر آف کامرس مشر جلات خان اڅکزي وي او اې ډیوه ته وویل، د لارې بندېدو دوی هم له ستونځو سره مخ کړي:

"د تازه او وچو مېوو او د نور تجارت خلکو د کروړو روپیو تاوان کړی دی، له حکومته سمدستي دا غوښتنه کوو چې د اسدخان د خوشي کېدو لپاره دې پوره پوره ګامونه واخلي، چې دا لار خلاصه شي او خلک له ستونځو خلاص شي".

اصغر خان اڅکزی وایي د تره زوی یې اسد خان اڅکزی د پښتورګو ناروغه دی او دوه کاله مخکې یې د پښتورګو ټرانسپلانټ شوی چې وایي اوس هم ګولۍ خوري او که را خوشی نه شي نو ژوند ته یې خطر پېښېدای شي:

"که اسد خان د هغه چا په لاس کې وي چې هغه اغواکاران وي، نو موږ دوی ته خواست کوو چې تاسې پر دې ناجوړه سړي رحم وکړئ او د انساني‌ همدردۍ په بنیاد د ده ناجوړۍ ته وګورئ او خوشي یې کړئ".

د چمن حکومتي چارواکي وایي د اسد خان د موندلو لپاره یې ګړندۍ هڅې روانې کړې دي. د چمن اسسټنټ کمیشنر ذکاوالله درانی وایي، لېویز پولیس او څارګرې ادارې یې په ګډه پلټنه کوي او ډېر ژر به د اسد خان د را خوشي‌ کولو زېری ورکړي.

بل لور ته د کوټې او ږوب تر منځ له بوستان سیمې تښتول شوی ځایي قبایلي کس عمر سلېمانخېل تېره شپه تښتوونکو د پښین حرمزۍ سیمې ته نیژدې خوشي کړی دی، چې تېره اوونۍ تښتول شوی وو.

د پښین مرستیال کمیشنر قایم خان لاشاري د عمر سلېمانخېل را خوشي کول تایید کړی او خپلوانو یې تر اوسه دا نه دي ویلي چې هغه د پیسو په بدل کې را خوشي کړل شوی که څنګه، خو کورنۍ یې ویلي وو چې تښتوونکو د هغه په بدل کې پیسې غوښتې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG