لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هند کې د کرونا څخه د مړينو شمېره د يو لک نه سېوا شوه


په داسې حال کې چې په نړۍ کې د کرونا په وايرس اخته شوؤ شمېره د 35 ملينو نه سېوا شوې په هند کې د کرونا څخه د مړينو شمېره د يو لک نه اوړېدلې ده.

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه کرونا وايرس تراوسه پورې په نړۍ کې لس ملينه31576 کسان مړه کړي دي.

د پوهنتون د شمېرو ترمخه هند درېم هېواد شو چې کرونا وايرس پکې د لک نه سېوا کسان مړه کړه.

له دې وړاندې په امریکا کې يې دې وایرس دوه لکه 9335 کسان او برازيل کې يې يو لک 45زره388 کسان مړه کړي دي.

په نړۍ کې کرونا وايرس تر ټولو زيات په امریکا کې خلکو ته ورپورې شوې چې شمېره يې اووه ملينه، درې لکه 79زره849 ده، په دوېم نمبر پسې هند دی چې پکې شپږ ملينه، څلور لکه 73زره 544 ته کسانو ته دا وايرس لګېدلي دي.

د راپورونو ترمخه په هند کې د خالي/ شنبې په ورځ په 80000 کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي دي.

د صحت د چارو د پوهانو په وېنا د يخ/ سوړ موسم راتلو سره چې په راتلونکې میاشت کې په هند کې د هندوانو مذهبي تهوار ديوالي هم راځي، د ابادۍ په حساب د نړۍ دغه دوېم غټ هېواد کې د کرونا وايرس پېښې سېوا کېدی هم شي.

په هند پسې برازيل په درېم نمبر هېواد دی چې پکې په څلور ملينه، اته لکه 80زره 523 کسانو کې د کرونا وایرس مالوم شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG