لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ډېره اسماعيل خان کې پخواني اثار موندل شوي


د ډېره اسماعيل خان لرغوني اثار
د ډېره اسماعيل خان لرغوني اثار

د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع ډېره اسماعيل خان کې پخواني اثار موندل شوي چې پکې د بودا مجسمه، مېچن او سيکې شامل دی.

د ډېره اسماعيل خان د چارواکو په وېنا دغه لرغوني اثار د يو سرکاري سکول په چارديوارۍ کې دننه په ځمکه کې موندل شوي دي.

د ډیره اسماعیل خان پهاړپور تحصیل په کوټلې لودیان کې د حکومتي ښوونځي ښوونکی محمد اصف جاوید وايي چې هغه د موسمي ونو کښت لپاره په ښوونځي کې کیندنه کوله او دغلته ورته دا لرغوني اثار ترلاسه شوي دي.

"د اشوکا عصر ځینې هنري آثار ، په شمول مجسمې، مېچن ، د برتانيا د دورې ځینې نادر سېکې په ځمکه کې راته په لاس راغلې".

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، دا سکول په 1914 کې جوړ شوی دی دی، او دوی دغلته ترلاسه کړي اثار ځایي انتظاميې ته سپارلي دي.

د پهاړ پور تحصیل مرستیال کمشنر راؤ هاشم عظیم په خبره هغه د انتظامي مشر [ډی سي] په لار ښوؤنه دا اثار خوندي کړي او په ښونځی کې دوه خونې د وړاندې نه تړلې دي او چې د کوم ځائې نه دا تازه اثار تر لاسه شوي هغه یې هم په خپله ولکه کې اخستی دی.

هغه وويل د بودا مجسمې او سيکې د 1840 قبل مسيح د وخت دي. "مونږ دا آثار خوندي کړه او که کوم ملي يا نړيواله اداره دغه علاقه ګوري، مونږ کولی شو د هغوی سره په دغه لړکې مرسته وکړو".

د ضلعې مشر مرستیال کمشنر محمد عمېر وايي چې د پېښور د لرغونو اثارو د پېژندنې د څانګې کارپوهانو سره اړيکې نيول شوي، چې ډېر زر به دلته راشي.

د هغه په خبره چې د پهاړ پور تحصیل په بیلوټ شریف او شاوخوا سیمو کې ډیری آثار شتون لري.

پهاړپور د ډېره اسماعيل خان د ښار نه نزدې 40 کلوميټره لرې شمال ختيځ ته پرته علاقه ده او پولې يې د لکي مروت ضلعې او د پنجاب د میاوالي ضلعې سره لګېدلي دي.

په خېبرپښتونخوا کې وخت په وخت په بېلابیلو علاقو کې تاريخي لرغوني اثار ترلاسه کيږي چې زياتره پکې خلکو ته په لاس ورشي.

د جولايۍ په میاشت کې په مردان کې د بودا يوه مجسمه ترلاسه شوې چې ځايي خلکو ورته زيان رسولی ؤ.

د لرغونو اثارو پوهان وايي بايد حکومت دغه لرغوني اثار سمبال کړي او عام خلک د دغو اثارو په ارزښت خبر کړي چې که چاته په لاس ورځي اړونده ادارې دې پرې خبروي چې سمبال کړی شي.

پوهان وايي په خېبرپښتونخوا کې د لرغونو اثارو شتون نه يواځې ددې علاقې تاريخي اهميت سېوا کوي، بلکې دا لرغوني اثار مذهبي سېلګرۍ ته د ودې سره د ملک په اقتصادي ګټه هم تماميږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG