لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا او نړۍ کې د کورونا ورستی حال


واشنګټن - جان هاپکنز پوهنتون وايي، په نړۍ کې له کورونا څخه د یو میلیون کسانو له مړینې یوه اونۍ وروسته په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۳۵ میلینو څخه اوختی دی.

په ګڼو اروپايي هېوادونو کې د کورونا نوې شمېرې څرګندې شوي. په جرمني کې د ګل یا دوشنبې په ورځ د کورونا د مثبتو پېښو شمېر له درې لکو څخه زیات شوی او په برتانیه کې یې شمېر پنځو لکو ته رسېدلې دي.

د برتانیې سېنماګانو چې په نړۍ کې د سېنماګانو دوهم ستر کاروبار ګڼل کېږي د ګل یا دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی به په برتانیه او امریکا کې خپلې سېنماوې د لنډ وخت وخت لپاره بندې کړي.

د کورونا له امله د خلکو په راټولېدو باندې د بندیزونو له امله د سېنماګانو کاروبارونو ته سخت زیان رسولی دی.

د برتانیې سېنماګانو ویلي، چې د دوی له دغه نوي اعلان سره به د ۴۵۰۰۰ کسانو په دندو باندې اغیز پرېوځي.

بل پلو د برتانیې حکومت د ګل یا دوشنبې په ورځ په هېواد کې د بې کارۍ د ستونزې د کمولو لپاره د ۳۰۰ میلینه ډالرو مرستې یو پروګرام پیل کړی چې په ترڅ کې یې کار ته د خلکو په بېرته ستنېدو کې مرسته کوی.

په نیوزېلېنډ کې لومړۍ وزیرې جسیندا اردرن د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، چې په اوکلېنډ کې ښار کې لګېدلي بندیزونه به د شورو یا چهارشنبې په ورځ لېرې شي.‌

دغه بندیزونه ددې لپاره لګېدلې وو چې په د نېوزېلېنډ په دغه ستر ښار کې د کورونا وبا کنټرول شي.

په اوکلېنډ کې یو ځل بیا په تېرو لسو پرلپسې ورځو کې د کورونا یوه پېښه هم نه ده رپوټ شوې او په خلکو به اوس د ټولنیز واټن ساتلو په څېر د کورونا له امله نور بندیزونه نه وي لګېدلي او خلک به کولای شي چې بارونو او رسټورانټونو کې تر سلو زیات هم سره راټول شي.‌

په فرانسه کې سر له نهې یا سې شنبې څخه به په پاریس کې بارونه د دوو اونیو لپاره تړلي وي او په رسټورانټونو کې به د پاکارۍ نوې پروګرامونه عملي کېږي.

په فرانسه کې د اتوار یا یکشنبې په ورځ د کورونا د ۱۲۵۶۵ نویو پېښو راپور ورکړل شوی او په تېره اونۍ کې پکې په کورونا ۸۹۳ اخته کسان د روغتونونو په بیړنیو خونو کې داخل شوي دي.‌

د کوېډ ۱۹ په اړه سخته تګلاره هغه وخت غوره کېږ کله چې په هرو یو لکو زړو خلکو کې تر سلو زیات کسان او په هرو یو لکو کسانو کې تر ۲۵۰ زیات کسان اخته کېږي.

په ورته وخت کې د برتانیې د واکسین د کاري ځواک مشرې فایننشل ټایمز ورځپاڼې ته د اتوار یا یکشنبې په ورځ ویلي، چې د هر کس واکسین کېدل به ونشي.

کېټي بینګهم ورځپاڼې ته ویلي،

"خلک د ټولو وګړو د واکسین کولو د وخت په اړه خبرې کوي، خو دا غلطه خبره ده."

هغې وړاندې وویل، د روغو خلکو واکسین کول چې نه ښکاري چې له کورونا څخه به زیات متاثره شي کېدای شي هغوی ته ضرر ورسوي."

هغې په دغه مرکه کې وویل، "دا یواځې د غټانو لپاره دی د هغو کسانو لپاره دی چې عمرونه یې له پنځوسو کلونو څخه زیات وي، روغتیايي کارکونکو ته او نورو هغو خلکو ته چې د خطر لاندې وي."

د اروپايي کمېشن مشره اورسولا وان دېر لین د ګل یا دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې هغه وروسته له هاغې قرنطین شوې کله چې یې تېره اونۍ په هغې غونډه کې ګډون کړی و چې یو تن ترې کورونا شوی دی.

هغې د ګل په ورځ وویل، چې د کورنا ټېسټ پکې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ منفي شوی او د ګل په ورځ به یو ځل بیا ټېسټ شي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ هم وروسته له هاغې چې تېره اونۍ پکې کورونا مثبت شوې د ګل یا دوشنبې په ورځ هم په روغتون کې پاتې شوی.‌

په امریکا کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۷.۶ میلینه څخه اوختی او ۲۱۴۰۰۰ کسان پرې مړه شوي دي.

دغه راز په ټوله نړۍ کې له کورونا وایرس څخه د مړو شویو کسانو شمېر له یو میلین او ۴۲۰۰۰ او پرې د اخته کسانو شمېر له ۳۵.۴ میلیونو څخه زیات شوی دی.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG