لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دوحه: اشرف غني او زلمي خليلزاد د افغان سولې او اوربند په اړه خبرې اترې کړي


د افغانستان ولسمشر د افغان سولې دپاره د امريکا ځانګړي استازي سره په دوحه کې ليدلي، د افغانستان د سولې، اوربند او جنېوا د راتلونکي کانفرنس په اړه يې خبرې اترې کړي دي.

ارګ ويلي، په دغه کتنه کې چې د امریکا د ملي امنيت د شورا استازي، د غوڅ ملاتړ ماموريت مشراو د ملي دفاع وزارت استازي هم ګډون کړی، "دواړو لوریو د اوربند په اړه ټینګار او همدارنګه د جینیوا راتلونکي کنفرانس په اړه هم بحث وکړ".

ارګ د ليدنې په اړه په ټویټر ویلي، خليلزاد، اشرف غني ته د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې پروسې د دویم پړاؤ د پیل مبارکي ويلي "او د تاوتریخوالي په زیاتوالي يې خپله اندېښنه څرګنده کړه او همدارنګه یې یو ځل بیا د افغانستان د ملاتړ په اړه د امریکا پر دریځ ټینګار وکړ".

د ليدنې په اړه زلمي خليلزاد په خپله ټويټر ویلي، "ما او جنرل ملر افغانستان ته د ملاتړ، د همکارۍ او سولې د عمل باور وکړو چې سياسي جوړ جاړی رامنځته شي او د لسيزو جګړه ختمه شي".

هغه زياته کړې "اشرف غني ته مې ویلي بايد د سولې دا موقع د لاسه ور نه کړي. او هغه ويلي چې هغه د افغانستان د مذاکراتي ډلې ملاتړ کوي. ما وويل ماته ټولو خواؤ سره د دواړو ټيمونو د سولې ژمنه راکړې ده".

خليلزاد ویلي، امريکا د افغانانو په مالکيت او مشرۍ د سولې د ملاتړ کوي او مرستې ته تياره ده، "مونږ په ټوله هيوادونو په ځانګړي ډول مهمو لوبغاړو د سولې د ملاتړغږ کوو".

امریکايي استازي ویلي، په افغانستان کې تشدد ډېر زيات دی افغانان پکې وژل کيږي او مونږ د تشدد په کمولو ټينګار کوو چې د افغانانو وژنې ودرول شي سوله راشي کومه چې افغانان غواړي او امریکا ورسره ولاړه ده.

د اشرف غني او زلمي خليلزاد دغه لیدنه په داسې حال کې شوې چې په 12م ستمبر د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ په دوحه کې رسمي خبرې پېل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG