لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: د مخالفه ګوندونو غورځنګ د حکومت پرضد د احتجاجي غونډو نېټې بدلې کړي


په پاکستان کې د تحریک انصاف د حکومت پرضد د 11 مخالفه ګوندونو غورځنګ (پاکستان ډېموکرېټک مومنټ يا پي ډي اېم) اعلان کړی چې د غورځنګ لومړۍ غونډه به اوس د کوټې په ځای د پنجاب صوبې په ګوجرانواله ښار کې کولی شي.

غورځنګ اول اعلان کړی ؤ چې لومړۍ غونډه به د اکتوبر په 11م په کوټه کې کيږي خو پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ يې ويلي چې اوس به دغه غونډه د کوټې په ځای په ګوجرانواله کې په 16م اکتوبر کولی شي.

د غورځنګ کنوینر د مسلم ليګ ن ګوند سره تعلق لرونکي احسان اقبال ويلي د لومړۍ او نورو غونډو د نېټو د بدلون پرېکړه د سټيرنګ کمېټۍ په غونډه کې شوې ده.

هغه ويلي د غورځنګ به دوېمه غونډه په 18م اکتوبر په کراچۍ، درېمه په کوټه کې په 25م اکتوبر، څلورمه په پېښور کې په 22 نومبر، پينځه په 30م نومبر په ملتان او وروستۍ په 13م دسمبر په لاهور کې کولی شي.

د پي ډي اېم مشري د جمعيت علما اسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ته ورکړی شوې ده.

پي ډي اېم چې د حکومت مخالفه ګوندونو د روان کال د ستمبر په 20 نېټه جوړ کړی، پکې مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلز ګوند، جميعت علما اسلام ف، عوامي نيشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بي اين پي مېنګل، نېشنل پارټۍ او د قومي وطن پارټۍ په ګډون د اپوزيشن 11 ګوندونه شامل دي.

حکومت د پي ډي اېم جوړېدو ته په ځواب کې ویلي ؤ چې مخالفه ګوندونه د خپلو مشرانو د بډو رشوتونو د پټولو دپاره په حکومت فشار اچوي او د دغه کار دپاره يې پي ډي اېم جوړ کړو.

د مخالفه ګوندونو مشران د عمران خان حکومت د پاکستان د پوځ په لاس جوړ شوی حکومت بلي او د دې حکومت د ړنګولو اعلان يې کړی دی، مخالفه ګوندونو د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې يې په سياست کې د لاسوهنې په تور تورنې کړي دي.

خود پاکستان پوځ د اپوزيشن ګوندونو دغه تورونه رد کړي او وايي سياسي مشران دې پوځ په خپلو سياسي معاملو کې شريک نه ګڼي او نه دې ورباندې داسې تورونه لګوي.

پي ډي اېم د جوړېدو سره سم د حکومت مخالفه غورځنګ په درېو پړاؤنو کې وېشلی او ويلي يې ؤ چې اول به په ملکي کچه اولسي غونډې کوي، بيا به احتجاجونه او لاريونونه او په اخري پړاؤ کې به په جنورۍ 2021 کې اسلام اباد ته ختمي لانګ مارچ کوي.

د مخالفه ګوندونو مشرانو ویلي، د ټاکل [سليکټډ] شوي وزيراعظم نه د استعفا اخستو او په سياست کې د اسټبلشمنټ د رول ختمولو دپاره به ټولې سياسي او جمهوري لارې خپلوي.

XS
SM
MD
LG