لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په امریکا او نړۍ کې د کورونا وروستی حال


واشنګټن – په ګرده نړۍ کې په کورونا باندې د اخته کسانو شمېر ۳۵.۷ میلینه او مړو شمېر له یو میلیون او ۴۶۰۰۰ څخه زیات شوی دی.‌ دغه راز په امریکا کې په کورونا باندې د اخته کسانو شمېر ۷.۶ میلینه او د مړو شمېر ۲۱۵۰۰۰ ته رسېدلی دی.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د کورونا له امله په روغتون کې له ۷۲ ساعته پاتې کېدو وروسته د ګل یا دوشنبې په ماښام بېرته سپینې ماڼۍ ته ستون شوی دی.

له هېلې کوپټرې څخه تر کوزېدو وروسته په سپینه ماڼۍ کې خپل استوګنځي ته روان وو چې مخ یې د خبریالانو کامرو ته واړو او د امریکا غږ ددې پوښتنې په ځواب کې چې څنګه دی وویل،‌ډېر ښه یم.

ټرمپ تر دې مخکې د والټر ریډ په نامه له پوځي روغتیايي مرکز څخه د وتلو پر وخت د روغتون له ټولو کارکونکو څخه مننه وکړه.‌

د ټرمپ د بیا ټاکل کېدو کمپاین وویل، چې دی په نظر پوښتنو کې پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن پسې جوخت روان دی او د اکټوبر په ۱۵ نېټه به له هغه سره په دوهمه مناظره کې برخه واخلي.‌

ټرمپ له روغتون څخه د وتلو مخکې په یو ټویټ کې ویلي وو، "له کورونا څخه مه وېرېږئ، کورونا ته دا چانس مه ورکوئ چې ستاسو په ژوند باندې ځواکمنه شي."

هغه وړاندې لیکلي وو چې تر ۲۰ کاله وړاندې څخه هم غوره احساس کوي.‌

په روغتون کې د ټرمپ ډاکټرانو هغه پوښتنې د ناروغانو د راز ساتلو د قانون له مخې نه دې ځواب کړي چې د ټرمپ د سږو حالت څه ډول دی.

ولسمشر ټرمپ د ډیکسا مېټازون په نامه سټېرایډ اخلي کوم چې د کورونا په خفیفو او متوسطو کچو کې نه ورکول کېږي او همدارنګه د پنځو ورځو لپاره ورته د ریمډېسوېر په نامه د وایرس ضد درمل هم ورکړل شوي.

د ټرمپ ډاکټرانو په احتیاط سره د هغه د روغتیا په اړه خوشبیني څرګنده کړې ده او ویلي یې دي لږ ځکه نارامه کېږي چې ناروغ ځینې درمل له پخوا اخېستل خو که د ګل یا دوشنبې تر ورځې پورې یې ناروغي زیاته نشي نو په بشپړه توګه به د ارام ساه واخلو.

ډاکټرانو ویلي،‌ دا مهمه ده چې ولسمشر نورو ته خپور نه کړومي او له سفر مخکې یې ښه روغتیا باوري شي.‌

اخوا د روغتیا نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او ویلي، کېدای شي په نړۍ کې لس فیصده خلک په کورونا وایرس باندې اخته شوي وي.

په ډبلیو اچ او کې د بیړنیو روغتیايي حالاتو د پروګرام مشر مایکل ریان د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، د دوی غوره اټکل به دا وي چې د نړۍ لس فیصده وګړو کورونا وایرس اخیستی دی.‌

دا په دې معنی چې په نړۍ کې ښايي ۷۶۰ میلیونه کسان په کورونا باندې اخته شوي وي چې دا د اوسنۍ معلومې شمېرې ۲۰ چنده زیاته ده او پاتې ۹۰ فیصده خلک لا تر اوسه هم د کورونا له ګواښ سره مخ دي.‌

هغه وړاندې وویل، "اوس مونږ سخت پړاو خواته روان یو."

ګڼو اروپايي هېوادونو کې اوس د کورونا پېښې په زیاتېدو دي.‌ په جرمني کې د ګل په ورځ له درې لکو، په برتانیه کې له پنځو لکو او په اسپانیه کې له اتو لکو څخه زیاتې شوې دي.

په امریکا کې هم له دریو څخه دوه په دوه برخه ایالتونو کې د کورونا پېښو د زیاتوالي راپورونه ورکړل شوي او په کورونا د اخته کسانو شمېر په ټوله امریکا کې له ۷.۶ میلیونو څخه زیات شوی دی.‌

XS
SM
MD
LG