لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغانستان پارلمان وایي چاته به د جمهوري نظام د ختمولو اجازه ور نه کړي


واشنګټن ــــ په قطر کې په بین الافغاني خبرو کې د اسانتیاوو لپاره که یوې خواته ولسمشر اشرف غني او د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دې هېواد ته سفر کړی او د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله د هند په سفر دی خو بلې خواته د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ شمېر امنیتي پېښې شوې دي.

د افغانستان ولسي جرګې [قومي اسمبلۍ] د شورو- چارشنبې په ورځ‌ په یوه اعلامیه کې ویلي، چاته به اجازه ور نه کړي چې د سولې په مذاکراتو کې د دې هېواد جوړ نظام او د څه کم دوو لسیزو لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ شي. د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي د دې اعلامیې په یوه برخه کې وایي:

"نړیوال او عرب دوست هېوادونه دې پوه شي چې په افغانستان کې موږ د اکثریت ولس په خوښه جمهوري نظام لرو او د جمهوري نظام په بقا کې د افغانستان بقا ده، څوک باید په مختلفو بهانو د نظام د له منځه وړلو هڅې د سولې په پروسه کې ونه کړي".

ډاکټر عبدالله د شورو- چارشنبې په ورځ د هند د ملي امنیت له سلاکار اجیت دوول سره لیدلي، چې د هند او افغانستان پر دوه اړخیزو اړیکو او د افغان سولې د بهیر په اړه یې خبرې کړې دي. ډاکټر عبدالله د دې لیدنې په اړه پر ټویټر لیکلي:

"هغه [اجیت دوول] باور راکړ چې هند به د سولې د هڅو او افغانانو ته د منلو وړ روغې جوړې بشپړ ملاتړ کوي".

ډاکټر عبدالله د پاکستان تر درې ورځني سفر وروسته هندوستان ته په څلورورځني سفر تللی چې د افغان سولې لپاره د دې هېواد ملاتړ هم را خپل کړي او د خپل سفر په مهال د هند له وزیراعظم نریندرا مودي سره هم وویني. ډاکټر عبدالله له اجیت دوول سره د لیدنې په اړه په یوه بل ټویټ کې لیکلي:

"هغه دا هم راته وویل چې هېواد یې د ازاد، جمهوري، مستقل، سوله ییز او د یو داسې افغانستان پلوی دی چې هیڅ ترهګر پکې فعالیت نه شي کولای".

بل لور ته پرون د افغانستان په هلمند، زابل او لغمان ولایتونو کې د وسلوالو په بریدونو کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي‌ دي. افغان امنیتي سرچینې وایي د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې وړمه شپه د وسلوالو په برید کې 10 امنیتي عسکر وژل شوي او درې ټپیان شوي‌ دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک پېښه تایید کړې او وایي وسلوالو له چاودېدونکو موادو د ډک موټر په وسیله د امنیتي ځواکونو پر مرکز چاودنه کړې چې وایي درنه مرګ ژوبله یې اړولې خو ده د وژل شویو کسانو شمېر نه دی ورکړی.

د دې برید ذمه واري لا کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

بل لور ته د زابل ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کې هم پرون سهار وختي وسلوالو د پولیسو پر یو مرکز ډله ییز برید کړی چې د افغان چارواکو په وینا اووه پولیس عسکر پکې وژل شوي دي. د دې پېښې ذمه واري هم کومې ډلې نه ده منلې.

درېیمه پېښه د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې شوې، چې د چارواکو په وینا ولسوال سید شریف باچا پخپل موټر کې دفتر ته روان وو،‌ چې د سړک له غاړې ښخ شوی ماین پرې وچاودېد او په نتیجه کې یې د هغه په ګډون څلور تنه پکې وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

وسلوالو طالبانو د دې برید ذمه واري منلې ده. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر دعوه کړې چې په دې برید کې یې د ولسوال او یو بل مهم افسر په ګډون شپږ تنه وژلي دي.

دغو امنیتي پېښو ته په پام افغان ولسمشر اشرف غني قطر ته د خپل سفر په مهال د حکومت له مرکچي پلاوي، د قطر له چارواکو او هلته د مېشتو افغانانو په یوه غونډه کې پر طالبانو بیا بیا ږغ کړی چې له تشدده لاس واخلي، خو طالبانو یې غوښتنې ته څه جواب نه دی ویلی.

په افغانستان کې دا امنیتي پېښې په داسې حال کې زیاتې شوې دي چې په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې پیل شوې خبرې له څو ورځو راهیسې د خبرو پر څرنګوالي د اختلاف له کبله ځنډېدلې دي.

XS
SM
MD
LG