لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ: په افغانستان کې لږ پاتې امریکایي پوځیان به تر راتلونکي کرسمسه را ستانه کړو


واشنګټن ــــ د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ وایي د سږ کال د دسمبر تر 25مې به خپل لږ پاتې پوځیان چې په افغانستان کې دي خپل هېواد ته را ستانه کړي.

صدر ټرمپ دغه اعلان د امریکې په وخت د شورو- چارشنبې په ماښام (د اکتوبر 7مه) پر ټویټر وکړ او ویې لیکلي:

"موږ باید تر کرسمس پورې په افغانستان کې خپل لږ پاتې زړورو ښځې او سړي چې هلته خدمت کوي خپل کور ته را ستانه کړو".

ولسمشر ټرمپ دا اعلان تر هغې انتخاباتي مناظرې یوه نیمه ګنټه مخکې وکړ، چې د ده مرستیال مایک پینس او د ډیموکرېټ ګوند د صدارتي امیدوار جوبایډن مرستیال کامیله هېرس به پکې له یو بل سره بحث کوي.

ولسمشر ټرمپ په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړی.

د امریکې د دفاع ادارې تېره میاشت کانګرس ته ویلي وو، پلان لري چې په افغانستان کې خپل پوځیان د 5,000 او 4,000 تر منځ پرېږدي.

د انډو-پېسیفیک امنیتي چارو لپاره د امریکې د دفاع مرستیال سیکرټري ډېویډ ایف هیلوې د ستمبر پر 22مه د کانګرس یوې کمېټۍ ته وویل، چې په افغانستان کې یې د پوځ شته والی د شرط په بنیاد دی:

"په دې اګست کې صدر [پرېکړه وکړه] چې په افغانستان کې حالات د دې وړ دي چې د خپل پوځ شمېر د نومبر تر پایه د پینځه زره او څلور زرو تر منځ وساتو".

د نومبر پر 3مه په امریکا کې صدارتي ټاکنې کېدونکې دي چې صدر ټرمپ د ریپبلکن ګوند په استازیتوب د ډیموکرېټ ګوند له امیدوار جوبایډن سره مخامخېږي، که ښاغلی ټرمپ دغه انتخابات وبایلي نو کېدای شي جوبایډن په افغانستان کې د خپلو پوځونو په اړه نوې تګلاره اعلان کړي.

صدر ټرمپ د خپلو پوځونو د را کمولو اعلان په داسې وخت کې کړی چې یوې خواته په قطر کې بین الافغاني خبرې د ځینو اختلافونو له کبله له ځنډ سره مخ دي او بلې خواته په افغانستان کې د تشدد پېښې هم زیاتې شوې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG