لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ايران صدر خبرداری ورکړی د ازربايجان او ارمينيا جګړه د پولو اوړېدی شي


د ايران صدر حسن روحاني خبرداری ورکړی که د ازربايجان او ارمينیا جګړه روانه پاتې شو نو دا جګړه د دواړو ملکونو د پولو نه اوړېدی شي او په سيمه ييزه جګړه بدلېدی شي.

حسن روحاني د شورو/ چهارشنبې په ورځ د کابينې د وزيرانو سره د غونډې په مهال دغه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د نګورونو کاراباخ علاقې په سر د ازربايجان او ارمينيا ترمنځ د لسو ورځو راهسې جګړه روانه ده چې پکې د راپورونو ترمخه په سلګونو عام خلک او پوځيان وژل شوي دي.

ايران د ازربايجان او ارمينيا سره شمال لويديځه پوله لري او د دواړو هېوادونو سره یې ښې سفارتي اړیکې دي.

د ايراني رسنیو ترمخه د يادې جګړې مارټر ګولې د ايران په پوله پرتو کلیو او علاقو کې غورځېدلي او ودانيو ته يې زيان هم اړولی دی.

روحاني دا خبرداری هم ورکړی چې تهران به د ايران پولې ته د ترهګرو لېږل کله هم ونه زغمي.

په ترکي تور لګول کيږي چې د شام نه جنګیالي د ازربايجان د مرستې دپاره ليږي خو انقره دغه تور ردوي.

د نګورونو کراباخ علاقه چې ابادي يې د نسلي ارمينيانو ده په ازربايجان کې دننه ده، خو د سويت يونين ماتېدو وروسته په کال 1991 کې دا علاقه د باکو نه ازاده شوې وه. په دغه علاقه د ارمينيا او ازربايجان په جګړه کې د 30 پورې کسان مړه شوي خو بيا په کال 1994 کې دغلته اوربند شوی او داعلاقه ارمينيانو ته ورکړی شوې وه.

د امریکې، فرانس او روس ګډ تنظیم د يادې علاقې په لړ کې د مينځګړي رول ترسره کړی خو په کال 2010م کې دغه هڅې ناکامه شوې وې.

اوس د امریکې، فرانس او روس خارجه وزیرانو په مشترکه بیان کې د نګورونو کاراباخ په سر د ازربایجان او ارمینیا د جنګ غندنه کړې او په دواړو ملکونو یې د ډز بندۍ غږ کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG