لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مودي ډاکټر عبدالله ته د سولې په خبرو کې د هند د دوامداره ملاتړ باور ورکړی


واشنګټن ــــ د هند وزیراعظم نریندرا مودي نن د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره لیدلي، چې له افغانستان سره د خپلو اړیکو د لا ژورتیا عزم یې څرګند کړی او هغه ته یې باور ورکړی چې افغانانو ته د منلو وړ سوله به هند ته هم د منلو وړ وي.

ډاکټر عبدالله د هند د څلور ورځني سفر په مهال د پنجشنبې- زیارت په ورځ په نوي ډیلي کې له نریندرا مودي سره تر لیدو وروسته پر ټویټر لیکلي چې له هغه سره یې د افغان سولې په برخه کې د پرمختګونو، بین الافغاني خبرو او د سولې په چارو کې د هند د ملاتړ په اړه خبرې وکړې:

"وزیراعظم مودي ماته باور راکړ چې هند به په دوامداره توګه د سولې د بهیر او د افغانستان ملاتړ کوي".

د وزیراعظم مودي او ډاکټر عبدالله د خبرو ډېر معلومات نه دي خپاره شوي. د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند انوراګ سریواستوا هم د ډاکټر عبدالله او نریندرا مودي د لیدنې په اړه په یو ټویټ‌ کې ویلي:

"له خپل نیژدې څنګلوري [افغانستان] سره د خپلې ژمنې د ټینګښت لپاره وزیراعظم نریندرا مودي له ډاکټر عبدالله سره ولیدل او هغه ته یې په تکراري توګه خپله اراده څرګنده کړه چې د هند او افغانستان اړیکې به لا ژورې کېږي".

ډاکټر عبدالله د شورو- چارشنبې په ورځ د هند د ملي امنیت له سلاکار اجیت دوول سره هم لیدلي، چې د هند او افغانستان پر دوه اړخیزو اړیکو او د افغان سولې د بهیر په اړه یې خبرې کړې دي. ډاکټر عبدالله د دې لیدنې په اړه هم پر ټویټر لیکلي:

"هغه [اجیت دوول] باور راکړ چې هند به د سولې د هڅو او افغانانو ته د منلو وړ روغې جوړې بشپړ ملاتړ کوي، هغه دا هم راته وویل چې هېواد یې د ازاد، جمهوري، مستقل، سوله ییز او د یو داسې افغانستان پلوی دی چې هیڅ ترهګر پکې فعالیت نه شي کولای".

ټاکل شوې چې ډاکټر عبدالله به د جمعې په ورځ د هند د بهرنیو چارو له وزیر ایس جې شنکر سره هم وویني او له دې سره سره به هلته د دفاعي مطالعاتو او څېړنو په انسټیټیوټ کې هم وینا وکړي.

د افغان سولې په بهیر کې د نورو ګاونډیو هېوادونو تر څنګ د هند رول هم ارزښتمن بلل کېږي ځکه خو د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د تېرې مې او ستمبر میاشتې تر منځ دوه واره هند ته سفر وکړ، چې د سولې په بهیر کې د دې هېواد ملاتړ تر لاسه کړي.

هند چې د امریکې او د نړۍ د نورو هېوادونو غوندې له افغانستان سره د بیارغونې په برخه کې مرستې کړې دي، په وروستیو کې هلته د تشدد د پېښو پر زیاتوالي‌ خصوصاً د سیک مذهب پر اقلیتونو د بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په بین الافغاني‌ خبرو کې د اقلیتونو، ښځو او د ټولنې له پامه لوېدلو خلکو حقونه باید خوندي وساتل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG