لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د ټرمپ د اعلان هرکلی کړی


واشنګټن – وسلوالو طالبانو د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د هغو څرګندونو هرکلی کړی چې وايي هغه غواړی له جګړه ځپلي افغانستان څخه تر کرېسمېس مخکې امریکايي ځواکونه وباسي.‌

د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد د برېښنا لیک له لیارې رسنیو ته په یوې لېږلې اعلامیه کې "ددغه اعلان هرکلی کړی او دا یې د تړون د عملي کېدو په لاره کې یو ډېر مثبت ګام بللی."

هغه وړاندې ویلي، طالبان هم د تړون ټولو مادو ته ژمن دي او هیله لري چې د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره په راتلونکې کې ښې او مثبتې اړیکې ولري.‌

دا نېټه له هاغې نېټې څخه هم مخکې ده د کومې په اړه چې د امریکا او د طالبانو ترمنځ‌ په شوي تړون کې هوکړه شوې وه.‌

د امریکا او طالبانو ترمنځ د فیبرورۍ د تړون له مخې امریکايي ځواکونه باید له افغانستان څخه د ۲۰۲۱ کال تر مې میاشتې پورې وتلی وای.

د ټرمپ لخوا دغه اعلان په داسې حال کې شوی چې طالبان او افغان حکومت د قطر په پلازمېنې دوحه کې خپلې لومړنې مخامخ خبرې پیل کړي دي تر څو په افغانستان کې د نېږدې دوه لسیزو روانه جګړه پای ته ورسېږي.‌

په دغې جګړه کې په لسګونو زره کسان وژل شوي او امریکا ته په نېږدې یو ټریلین ډالرو تمامه شوې.

دمګړۍ د افغان حکومت لخوا د ټرمپ د څرګندونو په اړه کومه تبصره نه ده شوې.‌

په افغانستان کې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه روانه ده او دا مهال پکې ۵۰۰۰ امریکايي سرتیري دېره دي. د امریکا دفاعي چارواکو تر دې مخکې ویلي وو چې دوی غواړي په افغانستان کې تر نومبر میاشتې پورې د امریکايي ځواکونو شمېره د ۴۰۰۰ او ۵۰۰۰ ترمنځ پورې راکمه کړي.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG