لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کوېټ نوي ولیعهد ډیموکراسۍ او سولې ته ژمنتیا وښوده


واشنګټن – د کوېټ نوي ولیعهد شیخ مشعل الاحمد الصباح د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ددغه هېواد په پارلمان کې خپل دفتر ته سوګند پورته کړ او ژمنه یې وکړه چې د عربي خلیج دغه هېواد به ډیموکراسۍ او سولې ته ژمن وي او په کوېټانو یې غږ وکړ چې د وېشل کېدو مخه دې ونیسي.

د کوېټ اسامبلۍ دغه څه باندې اتیا کلن شیخ مشعل په اکثریت رایو سره د واک لپاره تایید کړ او په دې توګه په سولیزه توګه قدرت په غوڅه توګه د واکمنې کورنۍ له پخوانۍ شاخې سره پاتې شو.‌

په کوېټ کې نوی ولیعهد وروسته له هاغې وټاکل شو کله چې تېره اونۍ پخوانی امیر شیخ صباح الاحمد مړ شو او نوي واکمن امیر شیخ نواف الاحمد چې ۸۳ کلن دی د تېرې شورو یا چهارشنبې په ورځ واک ترلاسه کړ.

کوېټ دا مهال د تېلو د بیو د ټیټېدو او د کورونا د اقتصادي اغېزو له امله له اقتصادي زیانونو سره مخ کړی.‌

په ورته وخت کې د دوو سترو ګاونډیو سعودي عربستان او ایران ترمنځ یې هم فشارونه زیات دي.

شیخ مشعل د کوېټ پارلمان ته په وینا کې وویل، چې کوېټ به خپل د سولې او ډیموکراټیکو لارو کې سیمیزې او نړیوالې ژمنې پرځای کړي.

هغه دا ژمنه هم وکړه چې ټول یې په حکومت کې ګډون وکړي او د زغم روحیه وساتل شي تر څو له وېشل څخه مخنیوی وشي.

ډپلوماټان او څېړونکي وايي، چې د شیخ نواف د عمر او ټیټې کچې سټایل له امله ښايي د خپلو مسولیتونو زیاته برخه شیخ مشعل ته وسپاري ځکه هغه د یو ځواکمن کس په توګه له ۲۰۰۴ کال راهیسې د ملي ګارد مشر پاتې شوی او تر هغې مخکې یې د ۱۳ کالو لپاره د امنیتي برخې مشري کړې ده‌.

XS
SM
MD
LG