لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نيويارک کې د پاکستان (پي آی اې) روز ويلټ هوټل پوخ بنديږي


Roosevelt Hotel-1
Roosevelt Hotel-1

د امريکې په نيويارک ښار کې د پاکستان د نړیوال هوايي چلند (پي آی اې) روز ویلټ هوټل ویلي د 31م اکتوبر نه د مېلمنو دپاره دروازې تړي.

د هوټل انتظاميې د هوټل د بندېدو په اړه ویلي د کرونا وبا له امله د مالي ستونزو له کبله هوټل بندول کیږي.

هوټل ويلي د يوې پېړۍ پورې مېلمنو ته هرکلی ويونکی هوټل د 31م اکتوبر نه پوخ تړل کيږي.

د راپورونو ترمخه په امریکا کې د پاکستان سفارتخانې ویلي په دغه اړه ورته کوم خبر نه دی ورکړی شوی.

او د ډان ورځپاڼې ترمخه سفارتي سرچينو ورته ویلي چې دغه هوټل اوس هم د پي آی اې ملکيت يا جايداد دی.

پي آی اې دغه هوټل په کال 1979 کې په اجاره اخستی او په 1999 کې يې په 36ملينه ډالره په بيه اخستی ؤ.

د مالي ستونزو له امله د روز ويلټ هوټل د خرڅولو په اړه د روان کال جولايي په میاشت کې د پاکستان د کابينې کمېټۍ ويلي ؤ چې دغه هوټل به خرڅ نه کړی شي او د دې په ځای به په شريکه وچلولی شي.

د نيويارک ټايمز ترمخه د کرونا وبا له امله د مارچ په میاشت کې په نیويارک کې هوټلې بندې کړی شوې وې خو د شپږو مياشتو تېرېدو وروسته هم که د سېلګرو راتګ د وړاندې په څېر روان نه شو نو دا هوټلې به پخې بندې شي.

د ورځپاڼې ترمخه نورې هوټلې هم بندې شوي او ځينې بنديږي او ويل شوي په نیويارک کې د 300 پورې هوټلو اتحادیې ويلي د شپږو مياشتې راهسې 25زره کار کوونکي هوټلو ته کار له نه راځي.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG