لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: د کرم تنګي ډېم د اېف ډبليو او دوه کار کوونکي تښتول شوي


په قبايلي ضلع شمالي وزیرستان کې په کرم تنګي ډېم کې کار کوونکي د [اېف ډبلیو او] ادارې دوه کار کوونکي تښتول شوي دي، پوليس وايي دا کار کوونکي دوه ورځې وړاندې تښتول شوي او تراوسه یې چا زمه واري نه ده منلې.

د شمالي وزيرستان د سپين وام تحصيل د پوليس مشر (ډي اېس پي) اعظم خان وايي د [اېف ډبلیواو] دوه کار کوونکي چې د کرم تنګي ډېم په نهر جوړولو يې کار کولو او تعلق د یې د پنجاب صوبې سره دی دوه ورځې وړاندې بې درکه شوي يا تښتول شوي دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د پېښې وروسته په علاقه کې د لټون عمليات پېل کړی شوي او نن د دغه پېښې په لړ کې د علاقې يوه جرګه هم رابلل شوې ده.

د کرم تنګي ډېم

د کرم تنګي ډېم د شمالي وزيرستان په شوه تحصيل کې جوړيږي.

د کال 2017م د مارچ په مياشت کې د پاکستان د هغه وخت وزیراعظم نواز شريف ويلي ؤ د کرم تنګي ډېم د جوړولو دپاره امریکا د 81 ملينه ډالرو مرسته کړې او د ډېم وړومبی پړاؤ به په درې کاله موده کې سرته ورسي.

د شمالي وزيرستان په سپين وام علاقه کې د ډېم د پروژې د پرانستې دستورې ته په وينا کې نواز شريف ویلي ؤ، "د پروژې د وړومبۍ مرحلې دپاره د امریکې حکومت 81 ملينه ډالره د يو اېس اېډ د لارې ورکړي دي او پاتې 16 اربه روپۍ به د پاکستان حکومت ورکوي او په دې منصوبه به 32 اربه روپۍ لګښت راځي".

د ياد ډېم پرضد د سیمې خلک احتجاجي مظاهرې هم کوي چې په ډېم کې د خلکو ابادي راځي او د هغو دپاره متبادل هيڅ انتظام نشته.

خو تېر کال وزيراعلی خېبرپښتونخوا محمود خان د ميرانشاه په سفر کې ویلي د کرم تنګې ډېم په لړ کې به د خلکو د خوښې پرته يو ګام نه شي پورته کولی.

په شمالي وزیرستان کې د بدامنۍ پېښې

په شمالي وزيرستان کې دغه دوه کار کوونکي په داسې وخت کې بې درکه شوي يا تښتول شوي چې په علاقه کې وخت په وخت د بدامنۍ د پېښواو هدفي وژنو خبرونه مخې ته راځي.

د شمالي وزیرستان سره تعلق لرونکی خبریال صفدر داوړ وايي، د کومې علاقې نه چې دا کسان تښتول شوي دغلته د کلک امنيت دعوې کیږي بيا د کسانو تښتول پوښتنې راولاړوي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل په شمالي وزیرستان کې د کال 2014م د ضرب عضب عملیاتو نه وړاندې د جنوبي وزيرستان د ګومل زام ډېم د کار کوونکو د تښتولو يوه پېښه شوې خو په وروستیو کې دغه پېښې بيا سېوا شوي دي، د ټېکدارانو نه قلنګ اخستل کیږي او ګواښونه ورته کيږي.

هغه وویل په سيمه کې د دغه ډول پېښو له امله دلته پانګه وال يا سرمايه کار د ويرې سره مخ دي او د بهر نه هم څوک راتلو ته زړه نه ښه کوي، او په داسې حالاتو کې د علاقې معيشيت د بدو اغېزو سره مخ کيږي.

په شمالي وزيرستان کې په وروستيو کې پوځ د مهمو وسله والو ترهګرو د وژلو دعوې کړي خو د دې ترڅنګ په تېرو څو مياشتو کې د پوځ سرتيري هم په بريدونو او چاؤدنو کې وژل شوي دي.

څلور ورځې وړاندې په شمالي وزیرستان کې د اتمانزو قامي جرګې هم په سيمه کې د امنيت غوښتنه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG