لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: کلاعبدالله کې حافظ ماشوم تر جنسي تېري وروسته وژل شوی او په ونه را ځړول شوی


واشنګټن ــــ د پښتونخوا له چارسدې وروسته د بلوچستان په کلا عبدالله سیمه کې هم د یو اته کلن ماشوم هلک مړی موندل شوی، چې په ونه پورې را ځړول شوی وو او چارواکي وایي تر جنسي تېري وروسته وژل شوی دی.

د وژل شوي ماشوم پلار بور محمد د سیمې له لېویز پولیسو غوښتنه کړې چې د زوی قاتلین یې ونیسي او وایي هغه دې ښکاره زېندۍ (تېزندۍ) کړل شي. نوموړي د بلوچستان له چیف جسټسه غوښتنه کړې چې د دې پېښې سوموټو نوټس واخلي:

"کوشنیانو لیدلی وو چې یو چا پر سایکله اخیستی وو،‌ وایي دوه کسان وو زموږ د کورو په شاته کوڅه کې تللي او باغ ته تللي دي، موږ پسې ګرځېدو اول یې سایکل پیدا سوی او بیا مو هلک پیدا کړ چې په درخته پورې را ځړېدی".

د کلا عبدالله د اسسټنټ کمیشنر جهانزېب شېخ په وینا دا پېښه د کلا عبدالله د مېزۍ اډې په داویان کلي کې شوې او د پېښې د ذمه وارو کسانو په ضد یې مقدمه هم درج کړې او په هغوی پسې یې پلټنه روانه ده. د کلا عبدالله د لېویزو نایب رسالدار نېک نظر وایي:

"ماشوم یې د کلي‌ شاته په باغ کې پیدا کړی وو، موږ په عین موقع ور ورسېدو هلک مو له ونې را کښته کړ، موږ لګیا یو نه یې پرېږدو خپل کوشش کوو او دا سړی موږ نیسو".

د وژل شوي ماشوم نوم انعام الله داوی ښوول شوی چې وایي د قرآن حافظ وو او ویل کېږي هغه د تېرې نهې- سه شنبې په ورځ د سبق لپاره تللی وو او د لږ وخت لپاره له مدرسې وتلی وو، خو بیا نه بیرته مدرسې ته او نه هم کور ته ستون شوی دی.

اسسټنټ کمیشنر جهانزېب شېخ وایي تر پلټنو وروسته ماشوم د اکتوبر پر اوومه هغه وخت وموندل شو چې مړی یې په یوه ونه پورې را ځړول شوی وو او وایي په کوټه کې تر پوسټ مارټم رپوټ وروسته ثابته شوه چې دوو کسانو ورباندې جنسي تېری کړی دی.

د دې پېښې تر څنګ د اکتوبر پر اته د کله عبدالله په ځنګل پیرعلیزي سیمه کې هم د افغان کډوالو په یوه کېمپ کې پر یوې اته کلنې ماشومې نجلۍ د جنسي تېري هڅه شوې ده. د کلا عبدالله د ول مسېزۍ سیمې اوسېدونکي وایي یو تن یې لیدلی چې یوه ماشومه یې پر موټرسایکل سپره کړې وه او دوی ته مشکوک ښکاره شو چې بیا یې هغه نیولی، وهلی ټکولی او لېویز پولیسو ته یې په لاس ورکړی او ماشومه یې خپلې کورنۍ ته وسپارله.

په کلا عبدالله کې دا پېښه دوې ورځې وروسته له هغه شوې چې د پښتونخوا په چارسده سیمه کې هم د زینب په نوم د یوې دوه نیم کلنې ماشوم مړی موندل شوی او پولیسو نن ویلي چې پوسټ مارټم رپوټ یې ثابته کړه پر هغې جنسي تېری شوی دی. پر زینب جنسي تېري کوونکي او د هغې وژونکي هم لا نه دي نیول شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG