لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له افغانستانه د ځواکونو ایستلو په اړه د ټرمپ‌ پر اعلان پېنټاګان غلی خو نېټو وایي ګډ راغلي‌ ګډ به وځي


واشنګټن ــــ د صدر ټرمپ پر هغه اعلان چې وایي خپل پوځونه به تر راتلونکي کرسمس پورې له افغانستانه وباسي، پېنټاګان تر اوسه غلی دی خو د نېټو عمومي مشر ویلي امریکا او دوی به خپل ځواکونه حالاتو ته په کتو له افغانستانه باسي.

د پنجشنبې- زیارت په ورځ د امریکې د دفاع له وزیر مارک ایسپر څخه په پېنټاګان کې د یوې غونډې په مهال له افغانستانه د خپلو پوځونو د ایستلو په اړه پوښتنه وشوه، خو هغه هیڅ جواب ونه وایه.

طالبانو له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ د اعلان هرکلی کړی، خو د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، د امریکایي ځواکونو بې وخته وتل به بدې نتیجې ولري.

ډاکټر عبدالله پرون په نوي ډیلي کې د دفاعي مطالعاتو او څېړنو په مرکې کې د وینا په مهال وویل: "موږ افغانان باید هر ډول حالاتو ته تیار اوسو، خو شک نه شته زموږ د نړیوالو متحدینو پرېکړې [د پوځونو د ایستلو په اړه] به نتیجې ولري، خو دا زموږ ذمه واري ده چې په ګډه کار وکړو او داسې لاره پیدا کړو چې دننه او دباندې په سوله کې ژوند وکړو".

ولسمشر ټرمپ د اکتوبر پر اوومه پر ټویټر اعلان وکړ، چې په افغانستان کې لږ پاتې پوځیان یې هم باید تر کرسمس یعنې د دسمبر تر 25مې امریکا ته را ستانه شي، خو د امریکې د دفاع ادارې پېنټاګان تر اوسه په دې اړه څه بیان نه دی ورکړی.

د امریکې د دفاع د وزیر مارک ایسپر، د ګډو ځواکونو د مشر جنرل مارک میلې او د امریکې د مرکزي کمانډ (سېنټکام) ویاندویانو د وي او اې د پوښتنې په جواب کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه او ویې ویل چې په دې اړه له سپینۍ ماڼۍ پوښتنه وکړئ.

خو یواځې یوه امریکایي پوځي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وي او اې ته ویلي، چې د صدر ټرمپ ټویټ "يواځنۍ خبره" ده چې له افغانستانه د امريکايي‌ پوځونو په دومره توندۍ د ايستلو په اړه مخې ته راغلې او دوی د پېنټاګان د پاليسۍ جوړوونکو مشرانو لارښوونو ته په تمه دي چې په دې اړه نور څه وايي.

له افغانستانه په دومره توندۍ سره د امريکايي ‌پوځیانو د ايستلو په اړه د صدر ټرمپ په ټويټ وي او اې د ناټو سېکرټري جنرل ين سټولټن برګ نه وپوښتل نو هغه وویل په افغانستان کې امن خوندي کولو په خاطر دوی په يو ځای ورغلي وو او چې په دغه هېواد کې حالات برابر شي نو په يو ځايي به راوځي:

"موږ به پر میدان د حالاتو په بنیاد پرېکړه کوو، ځکه موږ فکر کوو دا خبره ډېره زیاته د ارزښت وړ ده چې د افغانستان له مستقبل سره ژمن پاتېدو ته دوام ورکړو او دا زموږ په ګټه هم ده چې په افغانستان کې اوږدمهاله امن وساتو".

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د اکتوبر پر اتمه په یوه بیان کې د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ د اعلان هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا اقدام د طالبانو او امریکې تر منځ د فرورۍ د تړون د عملي کولو پر لور "خورا مثبت ګام" دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG