ارمينيا او ازربايجان په ناګورنو کاراباخ کې په اوربند کولو موافق شوي دي چې د خالي/ شنبې به پرې د غرمې نه وروسته عمل کولی شي.
د روس د بهرنيو چارو وزير سرګې لاروف په ماسکو کې دغه اعلان کړی چې د دواړو خواؤ سره يې لس ساعته/ ګهنټې خبرې کړي دي.
هغه ويلي د اوربند تړون به دواړو خواؤ ته موقع ورکړي چې د بندیوانو تبادله وکړي او خپل خپل مړي اوچت کړي. هغه زياته کړې بايد دا اوربند په راتلونکي کې د شخړې د هواري دپاره لار وګرځي.
د ارمينيا او ازربايجان د بهرنيو چارو د وزیرانو ترمنځ خبرې په ناګورنو کاراباخ کې د دوه اوونیو د جګړې وروسته د روس د صدر ويلاديمير پيوټن په بلنه شوي دي.
د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر مشېل بېچلټ په سيمه کې په سمدستي توګه د اوربند غوښتنه کړې چې عامو خلکو ته زيات تاوان اوښتی دی.
بېچلټ ويلي ؤ چې دا ډډېره د د ويرې خبره ده چې په جګړه کې د ابادۍ علاقې په هدف شوي دي.
د ملګرو ملتونو دفتر ویلي ؤ، داسې ناتاييده خبرونه یې ترلاسه کړي چې د 27م ستمبر نه پېل شوې جګړه کې 50 ملکي وګړي وژل شوي چې پکې ماشومان هم شامل دي.
په جګړه کې د 400 پوځي سرتيرو د وژل کېدو دعوه شوې او د زرګونو په شمېره کې د خلکو د کورونو پرېښودو ويل شوي وو.
ارمينيا او ازربايجان له دې وړاندې د امریکا، فرانس او روس لخوا د اوربند په خبره عمل نه ؤ شوی.