لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسلام اباد کې دایي بي اؤ ایف ایي ای په ګډون هره اداره دزمکو روزګار کې ککړه ده،اسلام اباد هائیکورټ


د خالي په ورځ دسمندري ځواکونو لخوا دفارمونو اؤ سیلنګ کلب جوړول کیدو په ضد د دوسیې اوریدنې په مهال داسلام اباد هائیکورټ مشر قاضي اطهرمن الله اسلام اباد کې دقانون سرلوړي نه منل کیږي اؤ دلته قانون یوازې دهغه چا دپاره دی چې کمزوری وي .

اسلام اباد هائیکورټ ویلي په پلازمینه اسلام اباد کې د ایي بي اؤ ایف ایي ای په ګډون هره اداره د زمکو په کاروبار کې ککړه شوې ده اؤ دلته قانون یوازې دکمزورو دپاره دی.

د خالي په ورځ دسمندري ځواکونو لخوا اسلام اباد کې دفارمونو اؤ سیلنګ کلب جوړول کیدو په ضد د دوسیې اوریدنې په مهال داسلام اباد هائیکورټ مشر قاضي اطهرمن الله ویلي پلازمینه کې دقانون سرلوړي نه منل کیږي اؤ دلته قانون یوازې دهغه چا دپاره دی چې کمزوری وي .

دمشر قاضي په وینا “که چرې په دې څوارلس سوه سکوائره میله خاوره کې دقانون سرلوړي نه وي نه بیا خو به ګرد هیواد کې قانون سرلوړی نه وي”

په دې وروستیو کې دپاکستان سمندري ځواکونو اسلام اباد کې د "پاکستان نیوي سیلنګ کلب" په نوم د ودانۍ په جوړولو پیل کړی ؤ .

سږکال دجولایي میاشت کې داسلام اباد دپرمختیا دولتي ادارې دغه ودانۍ غیرقانوني بللې وې اؤ‌ په هغې دکار ودرؤلو نوټس یې ورکړی ؤ .

وروسته بیا داسلام اباد راول ډنډ یا جهیل په غاړه دسمندري ځواکونو لخوا دفارمونونو جوړؤلو په ضد د زینت سلیم په نوم یوې میرمنې محکمې ته عریضه کړې وه.

اسلام اباد هائیکورټ په ۱۶م جولایي دغیرقانوني ودانیو په ضد عریضه باندې دسمندري ځواکونو مشر،دپاکستان ستر څارنوال اؤ داسلام اباد پرمختیایي دارې ته نوټسونه جاري کړي وؤ.

د دوسیې اوریدنې په مهال داسلام اباد هائیکورټ مشر قاضي اطهر من الله ویلي چې دهیواد د استخباراتو بیورو( ایي بي) اؤ دپلټنو مرکزي اداره(ایف ایي ای) هم د استوګنې د پرژون په روزګار کې ککړه ده اؤ دې ښار کې اوس هره اداره د زمونږ روزګار کوي.

مشر قاضي پوښتنه کړې ده چې کله سمندري ځواکونو دا ودانۍ جوړولې نو ایا د ددفاع وزارت څخه یې اجازه اخستې وه؟

هغه ویلي چرته چې د قانون واکمني نه وي هلته ټولنې تباه کیږي اؤ دبې وزلۍ لورې ته ځي.

مشر قاضي ویلي چې که چرته عدالت ووایي چې د اسلام اباد دپرمختیایي ادارې د نوټئ نه وروسته د سمندري ځواکونو مشر دنیول سیلنګ کلب پرانسته په غیر قانوني توګه کړې ده نو ایا دا به تاسو ته ښه ښکاره شي؟

هغه ویلي که چرې که چرې اوس محکمه دیونیفارم بنده په ضد د عدالت د سپکاوي ګامونه اخلي اؤ یونیفارم لرونکي تن ته سزا ورکوي نو دا به ښه خبره نه وي اؤ که ایف ایي ار درج شي نو یو انسپکټر یا سب انسپکټر به ځي اؤ‌ له هغه څخه به پلټنې کوي.

د اوریدنې په مهال د سمندري ځواکونو وکیل محکمې ته ویلي چې دعدالت څرګندونې د ادارې دپاره ستونزې راولاړوي ځکه چې دا یوه حساسه معامله ده اؤ په اوریدنه یې اداره اغیزمنه کیږي.

په دې اوریدو سره مشر قاضي ناخوښي ښکاره کړې اؤ ویلي یې دي ته څه ویل غواړې چې دا عدالت دې بند کړل شي؟ څوک چې قانون ماتوي هغوئ پخپله ځان دپاره ستونزې پیدا کوي.

مشر قاضي وکیل ته ویلي تاسو دا غواړئ چې سمندري پوځ دې کاروبار هم کوي اؤ ددغه پوځ مشر ته دې استثنا هم هم ورکړل شي.

دمشر قاضي په وینا تر ټولو حساسه معامله د قانون څخه سرغړونه ده .

عدالت د سمندري ځواکونو وکیل ته ویلي چې راتلونکې اوریدنه کې باید محکمه قانع کړي اؤ ددې دوسیې نوره اوریدنه یې تر ۱۷ اکتوبر ځنډولې ده

XS
SM
MD
LG