لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان وايي د ګل د ورځې نه دګرانۍ راټېټولو دپاره مټې رابډ وهي


دپاکستان په حکومت ورځ په ورځ دسیوا کېدونکې ګرانۍ له امله دکېدونکو سختو نېوکو وروسته وزیراعظم عمران خان اعلان کړی چې د ګل یا دوشنبې د ورځې نه به د ریاستي واک په کارولو سره خپله پالیسي نافدوي.

د خالي په ورځ وزیراعظم عمران په ټوئټر لیکلي “مونږ په دې خبره دځان پوهولو هڅه کوؤ چې ایا هیواد کې د خوراک څښاک دشیانو په رښتیا کمی دی که نه دا کموت د ذخیره کوونکو اؤ قاقبرانو له امله رامنځته شوې دی “

وزیراعظم خان زیاته کړې ده چې مونږ دې ته هم کتنه کوؤ ایا هیواد کې ګراني په نړیوالو منډهیانو کې د دالونو اؤ تیلو دنرخونو ختلو له امله خو نه ده

هغه وایي “د راتلونکې اوونۍ څخه به مونږ د خوراکي موادو دنرخونو راټیټولو دپاره ټول ریاستی واکونو په کار راولو اؤ خپله پالیسي به پځائ کوؤ”

وزیراعظم دخوراکي موادو د نرخونو راټيټولو دپاره دګامونو اخستلو دا اعلان په داسې وخت کې کړی دی چې دهیواد اپوزیشن ګوندونه د ۱۶م اکتوبر څخه د ګرد هیواد په کچه دحکومت په ضد احتجاجي‌ تحریک پیلوي اؤ وایي تر هغې به دې تحریک ته دوام ورکوي چې دعمران خان حکومت یې ختم کړی نه وي.

دپاکستان په میډیا اؤ ټولنیزو رسنیو دا مهال د عمران خان حکومت هیواد کې د سیوا شوې ګرانۍ اؤ د خپلو مخالفو سیاسي ګوندونو په ضد د روان احتساب له امله دسختو نیوکو سره مخ دی.

مخالف ګوندونه په عمران خان تور لګوي چې دنیب دلارې یې دخپلو مخالفینو نه سیاسي انتقام اخستلو ته کار ویلی دی اؤ هیواد کې د سیوا شوې ګرانۍ اؤ ولسي ستونزو ورسره هیڅ فکر نشته.

دپاکستان مسلم لیګ نواز ګوند وتلي مشر اؤ پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ویلي دعمران خان حکومت نه لاره خطا شوې اؤ نه پوهیږي چې د ولس ستونزې څنګه هوارې کړي.

د یو شخصي پاکستاني ټي وي چینل پروګرام کې دخبرو په مهال شاهد خاقان عباسي ویلي ولس غواړي چې د اوړو،چینو،دالونو، دوایانو اؤ پټرولو نرخونه ارازن شي خو حکومت د ولس دغې غوښتنې ته دغوږ نیولو پځائ دخپلو مخالفینو نه سیاسي انتقام اخستلو ته مټې رابډ وهلي دي.

هغه زیاته کړې چې نن عمران خان دنیب دلارې پخپلو مخالفینو د دروغو مقدمې جوړوي اؤ زندانونو ته یې اچوي خو هغه ته معلومه نه ده چې د ولس د صبر جام نور ډک شوی اؤ دده دحکومت دوام ته په هیڅ ډول تیار نه دي.

دپاکستان دسائنس مرکزي وزیر فواد چوهدري هم روانه اوونۍ ویلي وؤ چې دمرکزي کابېنې غونډه کې په وزیرانو په سیوا کېدونکې کرانۍ سختې اندېښنې ښودلې وې اؤ غونډه کې زیات بحثونه په ګرانۍ شوي وؤ.

حکومت ته له راتلو وړاندې عمران خان د ولس سره ژمنه کړې وه چې درېوؤ میاشتو کې به دهیواد حالت بدلوي اؤ یو کروړ خلکو ته به کورونه اؤ نوکرۍ ورکوي.

خو اوس چې د عمران خان حکومت څه دپاسه دوؤ کالو کې خپلې ژمنې پوره نکړل شوې نو وزیراعظم دریځ لري چې دهغه نه وړاندینو واکمنانو د هیواد خزانه تشه کړې وه اؤ بیا د کرونا وایرس له امله دهیواد معیشت ته زیان واوختو اؤ له دې وروسته به اوس هغه د هیواد اقتصاد ته پام ګرځوي

XS
SM
MD
LG