لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارسده کې پر دوه نیم کلنې زینب په جنسي تېري او د هغې په وژنه تور تن نیول شوی


واشنګټن ــــ د پښتونخوا په چارسده ضلع کې پولیسو په هغو نیول شویو 15 تنو کې یو تن مشکوک پېژندلی چې هلته درې ورځې وړاندې پر دوه نیم کلنې ماشومې زینب د جنسي تېري او د هغې د وژنې په تور نیول شوي وو.

ځایي پولیس دعوه کوي چې دغه مشکوک تن هم د هماغه کلي دی چې پکې دغه پېښه شوې وه. رپوټونه وایي چې د وژل شوې ماشومې نجلۍ پلار هم تورن تن د نیول کېدو خبر تایید کړی دی او هغه ته یې د مرګ د سزا غوښتنه کړې ده.

زینب د چارسدې د سردریاب سیمې د جبه کورونه په نامه کلي اوسېدونکې وه او د تېرې سه شنبې- نهې په ورځ‌ سهار له کوره ورکه شوې وه، بیا یې په هماغه شپه ناوخته مړی په پټیو کې وموندل شو چې تشدد ورباندې شوی وو.

د چارسدې پولیسو د پوسټ مارټم رپوټ په بنیاد ویلي وو چې پر زینب جنسي تېری شوی او بیا وژل شوې ده. د وینب پلار اختر منیر وایي، څنګه چې د پنجاب د قصور له زینب سره انصاف وشو او قاتل ته یې د مرګ سزا ورکړل شوه له دوی سره دې هم انصاف وشي:

"زما په لور سخت تشدد شوی وو، سینه یې تر خېټې شلېدلې وه، یوه خوا مخ او سترګه یې تکه توره وه، پولیس خو مجرم ګرفتار کړي خو چې قانون بیا سزا ورکړي او کېس اوږد نه شي، دا کس باید پانسي شي که نه وي سبا خو له نورو بچو سره کوي".

یو پولیسو د نوم نه څرګندولو په شرط وي او اې ته وویل چې د نیول شوي مشکوک ملزم د تصدیق لپاره د هغه ډي این اې او نورو طبي معاینات کېږي او وایي د هغه عمر د 45 او 50 کلونو تر منځ دی خو د هغه نوم یې نه دی څرګند کړی.

پولیس افسر وایي نیول شوي تن خپل جرم هم منلی او وایي هغه یې د پېښې ځای ته بېولی چې هلته یې د هغه په مرسته د ماشومې زینب پېزار هم موندلي او ملزمه یې هغه وړوکی لور هم تر لاسه کړی چې زینب یې پرې وژلې وه.

په پاکستان کې سږ کال تر بل هر وخت پر ماشومانو او ښځو د جنسي تېري پېښې زیاتې شوې دي، دوې ورځې وړاندې د بلوچستان د کلاعبدالله ضلعې په مېزۍ اډه سیمه کې هم یو اتنه کلن ماشوم تر جنسي تېري وروسته وژل شوی او مړی یې په ونه پورې ځړول شوی وو.

د پاکستان د یوې غیرسرکاري ادارې د شمېر له مخې د روان 2020م کال د جنورۍ او مارچ میاشتو تر منځ په دې هېواد کې پر ماشومانو د جنسي تېري 119 پېښې رپوټ شوې وې، خو وایي د اپرېل او جون تر منځ دا پېښې 576 ته ورسېدې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG