واشنګټن ــــ په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې د مخامخ رسمي خبرو د پیلېدو لپاره کېدونکې غونډې له تېرو شاوخوا لسو ورځو راهیسې نه دي شوې چې دواړه لوري یې یو بل په ځنډولو ملامتوي او د خبرو پر تګلاره نه دي سره جوړ شوي.
د افغان صدر دویم مرستیال سرور دانش وایي، طالبانو د مذاکراتو په تګلاره کې پر ځینو بې ځایه موضوعاتو د ټینګار له کبله د سولې د خبرو بهیر ځنډولی دی. سرور دانش د شنبې- خالي په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل:
"د طالبانو پلاوی اوس ټینګار کوي چې له امریکا سره د دوی د سولې تړون باید د سولې د خبرو بنیاد وي، خو د افغان حکومت پلاوی وایي چې قرآن او شریعت باید د خبرو بنیاد وي. طالبان د خپل شعار په توګه له شریعته ځکه مخ اړوي چې غواړي خپل واک تر لاسه کړي".
سرور دانش وایي د طالبانو له خوا له ډزبندۍ انکار، په جګړې او تشدد کې زیاتوالي او د سولې په خبرو کې ځنډ راوستلو د افغان حکومت په موقف کې ښه والی راوستی دی.
طالبانو د سرور دانش د خبرو په جواب کې تر اوسه څه نه دي ویلي، خو په وروستیو کې یې ویلي وو چې په قطر کې د سولې د خبرې باید د حنفي فقې په رڼا کې او له امریکا سره د طالبانو د تړون په بنیاد وشي.
د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د شنبې- خالي په ورځ په نوي ډیلي کې ویلي، په افغان حکومت کې د سولې د خبرو خرابوونکي نه شته، خو وایي ځینې کسان اندېښمن دي چې له طالبانو سره به څنګه سوله کېږي. ډاکټر عبدالله هند ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ د افغانستان په سفارت کې په یوه غونډه کې وویل:
"زه د سولې خرابوونکي نه وایم خو هغه خلک چې اندېښمن دي او وایي په افغانستان کې باید د څه ډول سوې تمه ولرو او له څه ډول حالاتو سره به مخامخ شو".
بل لور ته په قطر کې موجود د افغان حکومت د مذاکراتي ډلې مشر معصوم ستانیکزي هم ویلي، د سولې د خبرو تګلاره به یې اسلامي اصول وي او وایي په همدې بنیاد د خبرو په نتیجه کې همېشنۍ سولې ته ژمن دي. معصوم ستانیکزي پر ټویټر لیکلي:
"هیله من یو چې د سولې خبرې د قرآن او سنت په رڼا کې او د خلکو له غوښتنو سره سم مطلوبې پایلې ولري. مونږ د جنګ د ختمېدو او سولې د ټینګښت لپاره د خلکو زغم او حوصله ستایو. هیڅوک نه شي کولی د سولې لپاره د ولس د غوښتنو پر وړاندې خنډ شي".
د طلوع نیوز د خبر له مخې د طالبانو او حکومت مذاکراتي ډلو پخپلو تېرو ناستو کې د خبرو د تګلارې لپاره له 20 مادو څخه پر اتلسو سلا شوي، خو د دوو مادو پر سر د اختلاف له کبله یې خبرې ځنډېدلې دي چې هغه د مذهب او د طالبانو او امریکا د تړون په بنیاد خبرې کول دي.