لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاه محمود قریشي:دایف ای ټي ایف غونډه کې به دپاکستان نوم دخړ نوملړ څخه وځي


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قریشي هیله ښودلې ده چې دفنانشل ایکشن ټاسک فورس دوه ورځې وروسته کېدونکې غونډه کې به دپاکستان نوم دایف ای ټي ایف د نوملړ څخه وویستل شي.

ملتان کې دتجارانو یوې دستورې ته خپله وینا کې شاه محمود قریشي ویلي ایف ای ټي ایف چې پاکستان ته دخړ نوملړ نه د وتلو دپاره کومې ۲۷نکتې په ګوته کړې وې هغې کې پاکستان په ۲۱ؤ نکتو عمل کړی دی.

هغه هیله وښوده چې په دیارلسم اکتوبر کېدونکې د ارزونې غونډه کې به دپاکستان نوم د ایف ای ټي ایف دخړ نوملړ څخه سپین نوملړ ته واوړي.

ټاکل شوې دغیرقانونه پیسو د لېږلو را لېږلو د څار د ادارې فنانشل ایکشن ټاسک فورس(ایف ای ټی ایف) غونډه په دیارلسم اکتوبر پیل کیږي چې پکې به د خړ لسټ څخه دپاکستان دنوم ویستلو یا نه ویستلو په اړوند مهمه پرېکړه کولی شي.

دې غونډه کې به دپاکستان دهغه ګامونو ارزؤنه کیږي چې دتندروه اؤ ترهګرو ډلو دمالي سرچینو وچولو په اړوند یې ددغه ادارې په وینا اخستي دي.

څېړونکي وایي که په راتلونکې غونډه کې اسلام اباد ایف ای ټي ایف دتندلارو دمالي سرچینو وچولو په اړوند دخپلو ګامونو څخه مطمئین نه کړو نو په راتلونکي پړاؤ کې یې نوم د خړ پځائ تور نوملړ ته اوښتی شي چې ورسره به پاکستان دلا نورو سختو معاشي چیلنجونو سره مخ شي.

دایف ای ټي ایف دا غونډه په جون کې کیدونکې وه خو د کرونا وایرس دخورې شوې نړیوالې وباء له امله ځنډول شوې وه چې له دې امله پاکستان ته هم دساه اخستو یو څه فرصت په لاس ورغلی ؤ.

دفرورۍ په میاشت کې ایف ای ټي ایف پاکستان ته په هاغو۲۷ؤ نکتو دبشپړ عمل کولو دپاره دڅلورو میاشتو مهلت ورکړی ؤ چې دغه ادارې ورته دتندلارو اؤ ترهګرو دمالي سرچینو وچولو په لړ کې په ګوته کړې وې.

په ۲۸م جولایي دپاکستان حکومت پارلیمان ته ویلي وؤ چې د ایف ای ټي ایف لخوا ورکړل شوي د۲۷ؤ نکتو پلان کې یې په ۱۴ؤ نکتو اؤ ۴۰ؤ کې په ۱۰ وړاندیزونو عمل کړی دی.

په ۱۶م ستمبر دپاکستان دپارلیمان په ګډه غونډه کې دایف ای ټي ایف د شرطونو له مخې دقانوني نظام دنړیوالو معیارونو کچې ته د راوستلو دپاره ۱۵ؤ قوانینو کې بدلونه منظور کړل شوي وؤ.

د کال ۲۰۱۸م د جون میاشتې راهیسې، پاکستان د اېف ای ټي اېف او آسیا - پیسفک ډلې (ای پي جي) سره د پیسو مینځلو پر ضد او د ترهګرۍ تمویل مخنیوي رژیم پیاوړي کولو او د هغې سټراټیجیکی او د وسله والو د مالي سرچینو تړلو لپاره د لوړې کچې سیاسي ژمنې کړي دي.

اېف ای ټي اېف ویلي که څه هم پاکستان د مني لانډرنګ او ترهګرۍ لپاره کارېدونکو پېسو د مخنيوي په لړ کې ځېني گامونه پورته کړي خو زیاتوي چې " پاکستان باید د خپل سټراټیژیک نیمګرتیاو د لارې کولو لپاره د خپل عمل پلان باندې کار وکړي "

پاکستان دعوه کوي چې د ترهګرو دمالي سرچینو د تړلو اؤ دناقانونه پیسو دلیږد مخنیوي دپاره یې یو شمیر عملي ګامونه اخستي چې پکې په تندروه ډلو د بندیز اؤ دهغوئ دپنګو کنګل کولو ګامونه هم شامل دي.

خو نړیواله اداره وایي چې د ناقانونه پیسو د مخنیوي اؤ د ترهګرو د مالي سرچینو وچولو لپاره به پاکستان ته نور ګامونه هم اخستل وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG