لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بهاولنګر:داتم ټولګي په محصله د وسلې په زور جنسي تیری شوی


پولیس وایي د پنجاب په بهاولنګر ښار کې داتم صنف یوه محصله دوؤ کسانو د وسلې په زور له کوره پورته کړې اؤ جنسي تیری یې پرې کړی دی.

دبهاولنګر سیمې تخت مل پولیس تاڼه کې د درج کړل شوي ایف ایي ار له مخې په حافط اباد کې یوه پینځلس کلنه پېغلوکې جینۍ چې داتم ټولګي محصله ده تیره ورځ په کور کې یوازې وه چې دفیاض اؤ شاهد په نومونو دوؤ هلکانو له کوره په زور نزدې پټو ته تښتولې اؤ جنسي تیری یې پرې کړی.

پولیسو ویلي په دغه جینۍ جنسي تیری د وسلې په زور شوی اؤ له جنسي تیري وروسته چې کله یاده جینۍ خپل کور ته تللې نو دکورنۍ غړو ته یې حال ویلی دی.

دپولیسو د وینا له مخې پېښه کې ککړ یو تن یې نیولی اؤ د بل دنیولو دپاره هڅې دوامداره دي.

په نزدې وختونو کې دپاکستان په بیلابیلو سیمو کې په میرمنو اؤ ماشومانو د جنسي تیریو دپېښو کې اضافه لیدل شوې اؤ تیره میاشت په نهم ستمبر هم دپنجاب دګوجر پوره سیمې سره نزدې په موټروی دشپې په مهال دوؤ کسانو د وسلې په زور په یوه میرمن دهغې دبچو په وړاندې جنسي تیری کړی ؤ.

دستمبر دمیاشتې په وروستیو کې پولیسو ویلي وؤ د پنجاب په دوؤ بیلابیلو سیمو بوریوالا اؤ شیخوپوره کې په یوه ذهني ناروغه اؤ یوه ماشومه جینۍ داجتماعي جنسي تیري دوه نورې پېښې رامخې ته شوي چې په یوه پیښه کې پولیس پینځه تیري کوونکي نیولي هم دي.

همدغه شان روانه میاشت په شپږم اکتوبر دخیبر پښتونخوا چارسدې سیمه کې یوه دوه کلنه ماشومه زینت تښتول شوې اؤ له جنسي وروسته وژل شوې وه.

دپاکستان دننه په میرمنو اؤ ماشومانو دجنسي زیاتي پېښو کې داضافې نه وروسته پارلیمان کې هم په دې وضعیت بحثونه شوي اؤ دپارلیمان یو شمیر غړو غوښتنه کړې ده چې په جنسي تیري ککړو مجرمانو ته باید دعام ولس په مخکې سزاګانې ورکړل شي ترڅو خلکو کې ویره پیدا اؤ دا رحجان کم شي.

وزیراعظم عمران خان بیا وړاندیز کړی چې دجنسي تیري پېښو کې ککړ کسان دجنسي توان نه محرومول پکار دي .

د پاکستان په قانون کې د جنسي زیاتي کونکي تن سزا مرګ ده خو د هیواد د قامي اسمبلۍ غړي په شته قانون کې بدلون غواړي چې هدف یې سزاګانې "عبرتناکه" کول ښایي .

د ماشومانو د حقونو دپاره کار کوونکې غېر دولتي تنظیم (سي ار اېم) کار کوونکی ارشد محمود وايي پکار ده چې د دغه ناوړه عمل د مخنيوي دپاره د سختو قوانينو په ځای داسې ګامونه پورته کړی شي چې خلک د دې کار نه منع شي.

وي اوای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل قوانين شته خو عملي کيږي نه، سخته سزا پکار ده خو اصل خبره دا مالومول دي چې ولې داسې پېښې کيږي؟.

هغه وويل پکار ده چې په ټولنيزه توګه د دې کار د مخنيوي دپاره ګامونه پورته کړی شي.

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو د ژغورنې د ادارې "ساحل" د شمېر له مخې د روان کال د سر نه د جون تر 30مې پورې یوازې په خېبرپښتونخوا کې په ماشومانو د جنسي تېري 90 پېښې رپوټ شوې وې.

XS
SM
MD
LG