لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

څېړنه: کورونا وایرس ۲۸ ورځې په سختو ځایونو پاتې کېدای شي


واشنګټن - په استرالیا کې ساینس پوهانو موندلې ده چې کورونا وایرس چې د کوېډ ۱۹ سبب ګرځي کولای شي تر ۲۸ ورځو پورې په عامو سختو ځایونو باندې ژوندی پاتې شي.‌

د استرالیا د ساینس د ملي ایجنسۍ لخوا د وایرولوجي په جورنال کې چې د ګل یا دوشنبې په ورځ چاپ شوی څېړونکو موندلې ده چې کورونا وایرس د زکام په پرتله ډېر ځواکمن دی ځکه د فلو وایرس په شل درجې د سانتي ګرېډ کې یواځې تر ۱۷ ورځو پورې پاتې کېدای شی.

ساینس پوهانو دا هم موندلې ده چې کورونا وایرس د سانټي کرېډ په ۴۰ درجو کې ۲۴ ساعته وروسته خلک نشي اخته کولای.

دوی دا هم موندلې ده چې نوی کورونا وایرس په عامو څېزونو لکه پیسو، ښېښې او نېکلي یا سټیل څېزونو باندې ژوندی پاتې کېدای شي.

برتانیه:

په برتانیه کې تمه ده لومړی وزیر بورېس جانسن به د ګل یا دوشنبې په ورځ په پارلمان کې د خپلې وینا په ترڅ کې د کورونا وایرس په اړه د خبرداري نوی سیستم په ډاګه کړی.

په دغه نوی سیستم کې په ټول هېواد کې د لاک ډاون د لګېدلو پرځای د منځني او زیات خطر لاندې سیمې په ګوته شوي دي.

لومړۍ درجه سیمې هغه سیمې دي چې د وایرس ګواښ پکې په نسبي توګه کم دی او له همدې امله به پکې په رسټورانټونو او بارونو کې لږ محدودیتونه وي خو په دریمه درجه سیمو کې به دا محدودیتونه لا پسې سختېږي او رسټورانټونه او بارونه به پکې تړلي وي.

په برتانیه کې دغه نوی سیستم په داسې حال کې پلی کېږي چې ددغه هېواد د لومړي وزیر جانسن ویاند حالات بحراني ګڼلي.

په برتانیه کې په ډراماټیکه توګه د کورونا پېښې په زیاتېدو دي په ځآنګړي توګه په لیورپول، مېرسي سایډ او نیوکېسل ښارونو کې.

په برتانیه کې ۴۲۸۲۵ کسان له کورونا څخه مړه شوي دي، چې ۶۵ تنه یې د اتوار یا یکشنبې په ورځ وو او دا په ټوله اروپا کې د مړو لوړ شمېر دی.

په نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر له ۳۷.۷ میلینه او د مړو شمېر له یو میلین او ۸۱۰۰۰ څخه زیات شوی دی.‌

هندوستان:

په هندوستان کې په رسمي توګه د اتوار یا یکشنبې په ورځ اعلان وشو چې په کورونا د اخته کسانو شمېر پکې له اوه میلیونو څخه زیات شو.

دا له امریکا وروسته چې نېږدې اته میلیونه کسان پکې په کورونا اخته دي په نړۍ کې د کورونا د زیاتو پېښو له پلوه دوهم هېواد دی.

د هندوستان د روغتیا وزارت له کورونا څخه د ۹۱۸ نویو مړو په اعلانېدو سره اوس په دغه هېواد کې له کورونا څخه د ټولو مړو شمېر ۱۰۸۳۳۴ ته رسېدلی دی.

اخوا د چین په سرحدي ښار کینګډاو کې روغتیايي چارواکي وروسته له هاغې د ټولو نهو میلیونو وګړو د کورونا ټیسټونه کوي چې د یکشنبې یا اتوار په ورځ پکې د کورونا نهه پېښې وموندل شوې.

ټرمپ له کورونا ښه شوی دی:

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ یوه اونۍ وروسته له هاغې چې کورونا پکې مثبت شوې وه د اتوار یا یکشنبې په ورځ خپل ځان روغ او په ښه حالت کې وښوده او دا یې هم وویل چې نور درمل نه اخلي.‌

ولسمشر ټرمپ فاکس نیوز چینل ته په یوې ټېلېفوني مرکه کې وویل،‌" ما دې لیوني او خطرناک چینايي وایرس ته ماتې ورکړه."

هغه وړاندې وویل، "داسې ښکاري چې ما معافیت ترلاسه کړی وي، چې کېدای شي د اوږد وخت لپاره وي یا د لنډ وخت لپاره او یا هم ښايي د ټول عمر لپاره."

خو په مرکه کې له هغه څخه دا ونه پوښتل شول چې ایا د کورونا نوی ټېسټ یې منفی شوی دی او که نه؟ هغه کورونا چې په امریکا کې یې شاخوا ۲۲۰۰۰۰ کسان مړه کړي دي.‌

XS
SM
MD
LG