لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د شمالي وزيرستان نه افغانستان ته تللي کډوال د بيرته ستنېدو لار غواړي


د شمالي وزيرستان څخه د ضرب عضب پوځي عملياتو په وخت افغانستان ته کډوال شوي وزیرستانيان وايي شپږ کاله يې په بې وطنۍ کې وشو، دوی بيرته خپلو علاقو ته د ستنېدو دپاره لار غواړي.

په شمالي وزيرستان کې د کال 2014م په نيمايۍ کې د پاکستان پوځ د وسله والو تندلارو پرضد د ضرب عضب په نوم عملیات کړي وو.

د افغانستان په خوست کې د شمالي وزيرستان د کډ والو دپاره په جوړ ګلان کېمپ کې مېشت عبدالله وايي، شپږ کاله يې په کډوالۍ کې وشو، اول خو د افغانستان سره پولې تړلې وې اوس د غلام خان او انګورې اډې لارې خلاصې شوې خو دغو کډوالو ته اوس هم په پوله د هيڅ ډول تګ راتګ اجازه نشته.

عبدالله چې د ګلان په کډوال کېمپ کې د وزیرستاني کډوالو د شورا غړی او په دغه کېمپ کې استاز هم دی وي اوای ډيوه ته ويلي، دوی ته د کډوالو د بيرته ستنېدوستونزه په خپل ځای ده خو د هغې نه غټه مسله ورته دا پېښه ده چې مړی او ناروغه بيرته نه شي وړلی.

هغه دا هم وويل افغانستان ته د تللو کډوالو د کورنۍ غړي چې بهر ملکونو ته خوارو مزدورو له تللي د کورنيو سره نه شي ليدلی ځکه چې کله خپلې علاقې ته راشي بيا افغانستان ته نه شي راتللی او نه دا کډوال د هغو سره ليدو له بيرته وطن راتلی شي.

هغه وويل کډوال غوښتنه کوي چې د دغو خلکو د بيرته ستنولو دپاره دې په سمدستي ډول ګامونه پورته کړی شي.

خو د شمالي او جنوبي وزیرستان انتظامي چارواکي وايي دوی ته په پوله يواځې د هغو خلکو د پرېښودو اجازت دی د چا چې د تلو په وخت اندراج کيږي، او د نوم نه ښکاره په شرط د پولې د انتظام يو چارواکی وايي دغه کډ‌وال چې افغانستان ته تللي د دوی سره يې څه قسمه اندراج نشته ځکه چې نه شي کولی چې دغه خلک بیرته راپرېږدي.

په قبایلي ضلعو کې د افتونو په وخت د انتظام د ادارې (پي ډي اېم ای) وياند احسان داوړ وايي، د کال 2018م پورې د افغانستان نه د کډوالو بيرته راوستو عمل روان ؤ او د شپږو زرو پورې کډوال بيرته راستانه کړی شوي دي.

خو زياتوي اوس که اړونده چارواکي د کډوالو بيرته راوستلو ګام اخلي اداره تياره ده چې د دغو خلکو د تېرو کډوالو په څېر پوره مرستې وکړي.

د افغان حکومتي شمېرو ترمخه افغانستان ته د شمالي وزيرستان نه 20 زره تللې کورنۍ يواځې په ګلان کېمپ کې درج شوي او د کېمپ نه بهر مېشت خلک ځانله دي چې کره شمېره يې نه ده مالومه .

يو امنيتي چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وويل دغه خلک چې افغانستان ته کډوال شوي د زياترو تعلق د هغو علاقو سره دی چې د افغانستان سره په پوله پرتې دي او په پوله پرتو علاقو کې اوس هم د تندلارو پرضد عمليات کيږي او زیاتوي دوی هيله لري چې د کال يا یو نيم پورې دغه علاقې پاکې کړی شي د سیمې څخه ټول کډوال به بيرته ستانه کړی شي.

په وروستيو کې د شمالي وزيرستان د اتمانزو قامي جرګې هم د شمالي وزيرستان نه افغانستان او نورو ټولو کډوالو بيرته خپلو علاقو ته ستنولو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG