لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کورونا د واکسین په اړه وروستي معلومات


واشنګټن - د امریکا درمل جوړونکې کمپنۍ جانسن انډ جانسن د کورونا وایرس لپاره د خپل جوړ کړي واکسین د وروستي پړاو ازمېښت وروسته له هاغې ودروه کله چې په یو ناروغ کې یوه ناڅرګنده ناروغي‌ وموندل شوه.‌

د واکسین د ازمېښت دغه درېدل لومړی ځل د ګل یا دوشنبې په ورځ د سټاټ په نامه یوه خبري ویب پاڼې هغه مهال خپور کړ کله چې یې د کمپنۍ لخوا هغه سند ترلاسه کړ چې بهرنیو څېړونکو ته استول شوی وو.

جانسن انډ جانسن په دې وروستیو کې د خپل جوړ کړي یوه ډوزه واکسین پراخ ازمېښت پیل کړی وو.‌

دغه ازمېښت په ۶۰۰۰۰ رضاکارو په ۲۰۰ ځایونو کې په امریکا،‌ ارجنټاین،‌برازیل، چیلي، مکسیکو او جنوبي افریقا کې ترسره کېده.

یادې کمپنۍ په یو بیان کې ویلي،‌ د واکسین درېدل د ځینې ناروغیو یا پېښو له امله د کلنیکي څېړنې یوه برخه وي په ځانګړې توګه چې دومره لوی شمېر کسانو ته ورکول کېږي.

د جانسن انډ جانسڼ د واکسین لویه ښېګڼه د دریو نورو په پرتله په دې کې ده چې دا په یو ډوز یا یو ځل کې ورکول کېږي او پاتې نور واکسینونه په دوه ډوزه یا دوه ځلو کې ورکول کېږي.

یو دوزه واکسین ته اړتیا نه وي چې په ډېرو سړو کې په منجمده توګه وساتل شي او له همدې امله یې پراخ کمپاینونه شوني وي.

له جانسن انډ جانسن څخه مخکې برتانیه مېشتې اسټرا زېنېکا لخوا هم د واکسین ازمېښت هغه وخت درول شوی وو کله چې په یوه ناروغ کې جانبي اعراض ولیدل.

د هغه واکسین د وروستي کلنیکي پړاو ازمېښت بیا په برتانیې، برازیل،‌ هندوستان او جنوبي افریقا کې بېرته پیل شوي خو په امریکا کې لا تر اوسه هم بند دي.

په ورته وخت کې په یوې نوې څېړنه کې ښودل شوې چې په کورونا اخته بیا هم د ناروغۍ له ګواښ سره مخ وي.

د ټرمپ د کورونا ټېسټ منفی شوی دی

واشنګټن – د امریکا د ولسمشر ډانلډ‌ ټرمپ ډاکټر ویلي، چې د ټرمپ د کورونا ټیسټونه څو ورځې سر په سر منفي شوي دي.

دا خبر په داسې حال کې ورکړل شوی چې ټرمپ ددې میاشتې په سر کې په کورونا د اخته کېدو راهیسې د لومړي ځل لپاره په خپل ټاکنیز کمپاین فلورېډا ایالت ته سفر کړی.

سپینې ماڼۍ د ډاکټر شان کونلې له خولې ویلي،‌ چې ټرمپ د ایباټ لبراتوار د کورونا د چټک ټېسټ پواسطه ټېست شوی دی.

خو هغه دا نه دي ویلي،‌ چې ټرمپ کله د کورونا لپاره ټېسټ شوی دی. هغه یو ځل بیا خپله دا خبره کړې ده چې ټرمپ نورو ته کورونا نشي خپرولی.

په دوهم ځل په کورونا اخته کېدل:

د برتانیې په طبي مجلې لنسټ کې د ګل یا دوشنبې په ورځ د امریکا د جنوبي ایالت نواډا د هغه ۲۵ کلن ماشوم کېسه راخېستل شوې چې لومړی ځل پکې په اپرېل کې کورونا مثبت شوې وه او بیا پکې په جون کې د دوهم ځل لپاره تر لومړي ځل هم په سخته توګه مثبت شوه چې ناروغ تر اکسیجن پورې ورسېده.‌

څېړونکي وايي، دغه کس د کورونا په دوو جلا ډولونو باندې اخته شوی وو خو په دې نه پوهېږي چې دوهم ځل کورونا ولې خطرناکه وه.

دا ډول پېښه په امریکا کې لومړۍ او په نړۍ کې پنځمه وه چې یو کس په دوهم ځلي په کورونا باندې اخته کېږي.

څلور نورې پېښې په بیلجیم، هالنډ، هانک کانګ او اکواډور کې وې.

څېړونکي وايي،‌ په کورونا باندې دوهم ځل اخته کېدل دا معنی لري چې کورونا ویرس د بشپړ معافیت یا امیونیټې تضمین نشي کولای.

د روغتیا د نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او مشر هم د ګل یا دوشنبې په ورځ په جنیوا کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې روغتیايي چارواکي باید معافیت د واکسین له لیارې ترلاسه کړي نه له وایرس سره د خلکو د مخ کولو له لیارې.

ډبلیو اچ او دغه راز اټکل کوي چې د نړۍ ۱۰ سلنه خلکو به د کورونا وایرس اخیستی وي او دا لا نه ده څرګنده چې ایا دغه شمېره به وکولای شي د ټولنیز معافیت سبب شي او که نه.

خو تېدروس وویل، له شري نه ټولنیز معافیت ته د ۹۵ فیصده وګړو واکسین شوي وای خو د پولیو لپاره دغه اندازه تر ۸۰ فیصدو هم کار کوي.

د کورونا مخنیوی:

په امریکا کې د مکروبي ناروغیو وتلي کارپوه انټوني فاوچي ویلي،‌ د ماسکونو کارول، د فاصلي ساتل، له ګوڼې ګوڼې څخه مخنیوی او د لاسونو وینځل کولای شي د وایرس زیاتوالی ودروي.

په امریکا کې تر اته میلیونو زیات کسان په کورونا اخته او له ۲۲۰۰۰۰ زیات مړه شوي‌ دي.

هندوستان په یوه ورځ کې د کورونا د ۵۵۳۴۲ پېښو راپور ورکړی چې دا په دوو میاشتو کې د ورځنیو پېښو تر ټولو ټیټه شمېره ده.

ارجنټاین څلورم هېواد شو چې پکې په کورونا د اخته کسانو شمېر له نهو لکو څخه واوښت.

دا مهال په نړۍ کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۳۸ میلینه او ۸۳۰۰۰ او د مړو شمېر له یو میلین او ۸۶۰۰۰ څخه زیات شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG