لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې سلګونو ښځو د خپلو نارینه وو د بې درکۍ په ضد احتجاج کړی


واشنګټن ــــ د شمالي وزیرستان په دته خېل تحصیل کې د نورو خلکو تر څنګ نزدې درې سوه پښتنو میرمنو په خپله سیمه کې د ناامنۍ په ضد احتجاجي ناسته کړې ده او وایي شاوخوا دېرش تنه ځوانان یې امنیتي ادارو وړي دي هغه دې خوشي کړل شي.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو ادارې ای ایس پي آر په اسلام اباد کې د وي او اې دفتر ته ویلي چې دا موضوع د سیمې له اسسټنټ کمیشنر او ډپټي کمیشنر سره کار لري او نه غواړي چې پوځ په دې موضوع کې ولوېږي. پوځ ویلي دا د سیمې سیاسي موضوع ده ځکه نو باید له ځایي انتظامیې سره په دې اړه خبرې وشي.

د سیمې نه د صوبايي اسبلۍ غړي میر کلام وزیر مشال ريډیو ته ويلي، چې دغو میرمنو د خپلو لادرکو خاوندانو، وروڼو، پلرونو او زامنو د پاره په محمد خېلو سیمه کې احتجاج کړی او لویه لاره یې د موټرو پر مخ بنده کړې ده.

د میر کلام په وینا دا ښځې غواړي بې درکه کړی شوي کسان که په څه جرم کې ککړ وي نو عدالتونو ته دې وړاندی کړی شي:

"احتجاجونه خو زموږ خلک اکثر کوي ځکه چې که د خپلو عادي حقونو لپاره هم احتجاج ونه کړو دغسې یې ریاست نه راکوي، خو نوې، د اندېښنې وړ او د ریاست لپاره د افسوس او شرم خبره دا ده چې نن زموږ سلګونه خویندې راوتلې دي او په سړکونو ناستې دي احتجاج کوي".

د دته خېل سب تحصیلدار غني الرحمن وزیر له وي او اې ډیوه سره په خبرو کې منلې چې شاوخوا 130 ښځو احتجاج کړی وو، خو وایي نن یې له هغوی سره خبرې کامیابه شوې، چې وایي په نتیجه کې به یې د هغوی د نیول شویو کسانو د خوشي کېدو لپاره جرګه جوړېږي:

"مذاکرات کامیاب شول ښځې کور ته لاړې، جرګه به له انتظامیه سره خبرې کوي، موږ ته یې د 28 کسانو فهرست راکړ، چې دا وخت له امنیتي ادارو سره دي، کوم کسان ګناهګار وي هغه به عدالت ته وړاندې کېږي او چې کوم بې ګناه خلک وي هغه به خوشي کېږي".

په احتجاج کې شریک د محمد خېلو اوسېدونکي عید الرحمن د وي او اې ډیوه خبریال عدنان بېټني ته وویل، انتظامیې ته یې خپلو څلور غوښتنې وړاندې کړې، خو وایي احتجاج یې د شپې د حالاتو په خاطر ځنډولي او سهار به بیرته احتجاج پیلوي:

"غوښتنې مو دا دي چې که نوي دي که زاړه قیدیان ټول به خلاسوئ، تر کومې ناخوشګواره پېښې وروسته چې [امنیتي ادارو] کوم سامانونه زر او موبایلونه وړل شوي هغه به راوړي، کومو کسانو چې دا سامان پټ کړی هغوی ته به سزا ورکوئ او د پوځ په قید کې چې څوک مړ شوی د هغه په ضد به ایف ای آر خامخا درج کېږي".

د پاکستان امنیتي ادارو تر اوسه د دغو تورونو په اړه څه نه دي ویلي چې په عملیاتو کې دې یې د خلکو سامانونه وړي وي یا دې یې کوم قیدي وژلی وي.

د پښتونخوا په اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان غړی میرکلام وزیر وایي، دغه 28 کسان د ملخ قوم دي چې ویل کېږي په تېره شاوخوا یوه میاشت کې "امنیتي ادارو" د ترهګرۍ تر پېښو وروسته د پلټنې په عملیاتو کې نیولي دي.

د پاکستان پوځ تل وایي دوی په شمالي وزیرستان او نورو قبایلي سیمو کې د وسلوالو په ضد عملیات کړي خو کوم داسې تن یې نه دی نیولی چې د ریاست یا ادارو په ضد په څه جرم کې ککړ نه وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG