لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نېټو:‌ طالبان خبرې په نېک نیتۍ کوي خو د جګړې په ډګر کې چې څه کوي د اندېښنې وړ دي


واشنګټن ــــ په افغانستان کې د نېټو ځواکونو ملکي استازی سټیفانو پونټیکورو وایي، په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت مذاکراتي ډلې د خبرو لپاره ډېر ښه نیت لري، خو وایي طالبان یو څه سخت دي چې وجه یې په خبرو کې وروستی ځنډ دی.

د وي او اې له خبریالې عایشه تنظیم سره په ځانګړې مرکه کې ښاغلي سټیفانو وویل، په خبرو کې د طالبانو چلند مرسته کوونکی نه دی:

"طالبان د خبرو پر مېز خبرې په نېک نیتۍ کوي خو له خبرو دباندې چې څه کېږي ډېر د اندېښنې وړ دي، تشدد ډېر زیات شوی خصوصاً په هلمند کې چې څه وشول هیڅکله د منلو وړ نه دي".

په تېره فرورۍ میاشت کې چې د طالبانو او امریکې تر منځ کوم تړون شوی وو، امریکایي چارواکي وایي طالبانو په هلمند کې په وروستي برید سره له هغه تړونه سرغړونه کړې ده.

د نېټو ځانګړی استازی سټیفانو پونټیکورو وایي، د طالبانو له خوا د تشدد زیاتوالی د سولې له خبرو او له امریکا سره له کړي تړون سره په تضاد کې دی. ښاغلی سټیفانو وایي په افغانستان کې د تشدد کچه بېخي لوړه شوې ده چې باید په هر حال کې را ټیټه شي:

"هره ورځ افغانانو په چاودنو او بریدونو کې وژل کېږي، تشدد باید را کم شي‌ ځکه دا دومره زیات شوی چې په تېرو لسو کلونو کې نه دی لیدل شوی".

د نېټو ځواکونو استازی وایي، افغان ځواکونه اوس ډېر پیاوړي شوي دي او د جګړې په ډګر کې یې خپلو مخالفینو ته سخته ماتې ورکړې دي چې وایي دا اتفاقي خبره نه ده بلکې دا د دوی پوځي مهارت ښکاره کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG