د پاکستان پوځ وايي، د پاکستان او افغانستان په پوله د پورې غاړې (افغانستان لوري) نه په يو ترهګر بريد کې د پوځ يو حوالدار وژل شوی او يو سرتيری ژوبل شوی دی.
پوځ په ټويټر ويلي، ترهګرو په باجوړ کې د پاکستان او افغانستان په پوله د پورې غاړې نه په پوځي چيک پوسته بريد کړی، حوالدار تنوير پکې وژل شوی او یو سرتيري پکې ژوبل شوی دی.
په سمدستي ډول د بريد زمه واري د دې خبر خپرېدو پورې چا نه ده منلې.
تېره میاشت هم د پاکستان پوځ ویلي ؤ په باجوړ کې د افغانستان سره په پوله د پورې غاړې نه په ترهګر بريد کې يو پوځي سرتيري وژل شوی دی.
پوځ هغه وخت ويلي ؤ پاکستان تل د کابل سره د پولې د انتظام مسله راپورته کړې چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد ونه کاريږي.
هاغه وخت پاکستاني طالبانو په باجوړ کې د سروکۍ په کنډاؤ په بريد کې د دوه پوځي سرتيرو د وژنې دعوه کړې وه.
د پاکستان پوځ په 12م ستمبر ویلي ؤ د پاکستان او افغانستان په پوله دواړو غاړو ته د تشدد پېښې سېوا شوي او د دې مطلب دا دی چې د افغانستان د سولې عمل د پټلۍ څخه وغورځول شي.
په 12م په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پېل شوې وې.
د پاکستان پوځ ويلي ؤ هغه څوک چې د افغانستان د سولې عمل خرابوي دوی پاکستان او افغانستان به ورته په ګډه ماتې ورکوي.